لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه ښيي په افغانستان کې به سږ کال د کوکنارو کښت په تاریخي کچه کم وي


د کال ۲۰۱۶ په دې تصویر کې کروندګر د کوکنارو نه افیم راټولوي
د کال ۲۰۱۶ په دې تصویر کې کروندګر د کوکنارو نه افیم راټولوي

په یوه نوي څېړنه کې اټکل شوی چې په کال ۲۰۲۴ کې به په افغانستان کې د کوکنارو کښت په رېکارډ کچه کم وي چې لوی سبب يې په کوکنارو د افغانستان د واکمنو طالبانو دوه کاله وړاندې لګول شوی بندیز دی.

په افغانستان کې د کوکنارو په اړه د دغو موندونو بنیاد په هغه تجزیه دی چې اېلسېس نومې ادارې د سېټلایټ دلارې د اخیستل شویو تصویرانو نه وړاندې کړی او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۴ ولایتونو نقشه یې تیاره کړې.

د ادارې څېړنه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع کړی شوې، وايي په کال ۲۰۲۲ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ۹۲ فیصده برخه په دغو ۱۴ ولایتونو کې وه.

د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۲۳ کې په دغو ولایتونو کې د کوکنارو ۵۰ فیصد کم شوی و. په ۲۰۲۴ کې په دې ولایتونو کې د کوکنارو د کښت علاقه د مخکني کال د ۱۵۶۴۸ هېکټرو په مقابل کې ۳۶۴۱ هېکټرو ته راکمه شوه.

اېلسېس وویل توقعو ده چې سږ کال به په افغانستان کې د کوکنارو کښت په تاریخي کچه کمه وي.
بغلان، هلمند، کندهار، ارزګان، فراه او ننګرهار په هغو ولایتونو کې شامل دي چې د کوکنارو پېداوار په کې د نورو سیمو نه زیات و.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو اته میاشتې وروسته طالبانو د کوکنارو په کښت او پېدوار پابندي ولګوله.

په کوکنارو د پابندۍ یو کال وروسته افغانستان د دنیا د غېرقانوني افیمو د ۸۰ فیصد طلب پوره کړی او په ۲۰۲۲ کې یورپ ته د هېروینو ۹۵ برخه د افغانستان نه وړل شوې وه. دا خبره نشۍ توکو او جرم خلاف د ملګرو ملتونو دفتر یو اېن او ډي سي، کړې.

یو اېن او ډي سي د کال ۲۰۲۴ دپاره په نړۍ کې د نشۍ توکو په اړه خپل رپورټ کې ویلي طالبانو د بندیز له امله په افغانستان کې د افیمو پېدوار ۹۵ فیصد کم شوی دی.

اېلسېس په خبل رپورټ کې خبرداری وکړو چې په کوکنارو د طالبانو بندیز د بدخشان په شان په ځینو سیمو کې د مزاحمت سره مخامخ دی. اېلسېس په خپل رپورټ کې وویل په بدخشان کې په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي او د سږ کال د اپرېل په میاشت کې طالبانو او د مقامي خلکو ترمنځ د کوکنارو په سر جګړه کې پینځه کسان ووژل شوو.

د نهې، شنبې، په ورځ د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په کال کې یوې غونډې ته وویل په کوکنارو د طالبانو د بندیز له امله د افغانانو اقتصادي مشکلات لا نور زیات شوي دي. هغه په دې خبره د افسوس اظهار وکړو په کوکنارو د بندیز په بدل کې نړیوالې ټولنې د افغانستان سره همکاري نه ده کړې.

متقي وویل په افغانستان کې د غېرقانوني پېداوار ختم شوی دی، په نشو اخته د څلور مېلین نه زیات افغانان اوس علاج او افغان کروندګر روګار او معاش ته ضرورت لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG