لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په بلوچستان کې د هغه برید پړه منلې چې نهه پولیس پکې وژل شوي


رانا ثناالله په اسلام اباد کې د پېښې په اړه خبري غونډه کې د مړو د شمېرې سېوا کېدو اندېښنه هم څرګنده کړه
رانا ثناالله په اسلام اباد کې د پېښې په اړه خبري غونډه کې د مړو د شمېرې سېوا کېدو اندېښنه هم څرګنده کړه

رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې داعش په بلوچستان کې د هغه برید پړه منلې په کوم کې چې د ګل یا دوشنبې په ورځ نهه پولیس وژل شوي وو.‌

په خبر کې راغلي، چې یو ځان وژونکي خپل موټر سایکل د بلوچستان د سرښار کوټې په ۱۶۰ کیلومټرۍ کې په سیبي ښار کې د پولیسو له ټرک سره جنګولی دی.

د یوې امریکايي غیر دولتي ادارې SITE Intel Group مشرې ریټا کټز چې د اسلام پالو توندلارو فعالیتونه څاري په یو ټویټ کې لیکلي، "داعش د بلوچستان په سیېبي کې د ځان و‌ژونکي برید پړه منلې ده."

د روغتون چارواکو ویلي، چې لږ تر لږه اوه پولیس په برید کې ژوبل شوي هم دي.

دا په پاکستان کې په پولیسو باندې د بریدونو په کتار کې تر ټولو وروستۍ پېښه ده.

دغه وروستی برید په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي د حکومت پرضد د لسیزو راهیسې حګړه کوي او حکومت په دې تورنوي چې د بلوچستان ګاز او طبعي زېرمې لوټي.

تر دې مخکې، د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، چې د بلوچستان صوبې په کچي ضلع کې د بلوچستان کانسټبلري [بي سي] پوليس په ګاډي ځانمرګی بریدی شوی چې په کې د اته اهلکارو په ګډون نهه تنه وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي دي.

رانا ثناالله په اسلام اباد کې د پېښې په اړه خبري غونډه کې د مړو د شمېرې سېوا کېدو اندېښنه هم څرګنده کړې وه.

بلوچستان کې د ګل/دوشنبې په ورځ د بلوچستان کانسټبلري پوليس په ټرک ځانمرګی برید د کچي ضلعې د کنبري پل سره نزدې شوی دی.

د بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې پرون د عسکرو پر یو ګاډي برید کې نهه تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کچي ضلعې د پولیسو اېس اېس پي محمود نوټيزي د ګل، دوشنبې، د ورځې پېښې په اړه وي او اې ډیوه سره په خبرو کې په پېښه کې د نهو عسکرو د وژنې تاييد کړی او ویلي يې وو چې د لومړنيو شواهدو له مخې دغه چاودنه ځانمرګی برید معلوميږي.

رانا ثناالله وويل، د بلوچستان کانسټيبلري پوليس اهلکار په سبي/ سېوۍ مېله کې د خپلې دندې د تر سرته کولو وروسته کوټې ته روان وو چې ځانمرګی بريد پرې شوی دی.

د پېښې له امله حکومت د کوټې په سرکاری روغتونو کې بېړني حالت اعلان کړي دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو صوبایي وزیر ضیا لانګو او وزیر اعلا عبدالقدوس بزنجو د ننۍ پېښې غندنه کړې او د پېښې رپوټ یې طلب کړی دی.

صوبايي حکومت ویلي، چې دغه ډول دسيسې به د ولس په مرسته ناکامه کوي، او د ټپي اهلکارو کوټې ته د هیلی کاپټر له لاری د را رسولو لارښوونه یې کړې ده.

د ساوت ايشيا ټېروريزم ادارې رپوټ دی چې د روان کال 2023م په لومړيو دوو مياشتو (جنورۍ او فرورۍ) کې په بېلا بيلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان کې 79 تنه وژل شوي چې په کې 59 د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 23 ټپیان شوي، 20 ته نېږدي عام وګړي هم په داسې پېښو کې وژل شوي او 15 ټپیان شوي دي.

د رپورټ ترمخه چې تېر کال په 2022 کې هم په 250 پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG