لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د تحصیل د ودانۍ په دروازه کې ځانمرګو بريدونو کې د پوليسو په ګډون څلور تنه وژل شوي، 10 تنه ژوبل


د خېبر ضلعې په باړه کې ځانمرګي بریدونه شوي
د خېبر ضلعې په باړه کې ځانمرګي بریدونه شوي

دقبایلي ضلعې خېبر په باړه تحصیل کې د تحصیل د ودانۍ په خوله کې ځانمرګي چاودنې شوي، د پوليسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او 10 تنه نور ژوبل شوي دي.

د تېرو 48 ساعتو په مهال خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ دا څلورمه پېښه ده چې درې پولیس عسکر پکې وژل شوي او د 20 امنیتي عسکرو په ګډون پکې 21 تنه ژوبل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د پولیس مشر [آی جی] اختر حیات ګنډا پور جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل، دغلته د 13م جولايۍ نه اطلاع وه چې په علاقه کې خودکش موجود وي ځکه سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو.

هغه وويل نن دغو خلکو هڅه کړې دوه ځانمرګو د بريد هڅه کړې يو د تاڼې په ودانۍ د مخې نه او بل د شا اړخ نه، خو پولیس یې مخه نيولې او دواړه یې وژلي دي.

هغه زياته کړه، چاودنې زورورې وې ځکه د تاڼې دیوال غورځېدلی او يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی او اووه اهلکار ژوبل شوي دي.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، په ژوبلو کې يو بل پوليس اهلکار ژوند د لاسه ورکړی او وروسته د تاڼې د غورځېدل ودانۍ څخه دوه نور جسدونه را ايستل شوي او د مړو شمېره څلور ته رسېدلې ده.

د ادارې د شمېرو ترمخه په ځانمرګي بريدونو کې ټول لس کسان ژوبل شوي او روغتونونو ته منتقل کړی شوي دي ادارې ويلي په د چاودنې په ځای امدادي کارونه روان دي.

يو پوليس چارواکي وي او اې ډیوه ته ويلي، د چاودنو له امله د تاڼې نزدې ټوله ودانۍ غورځېدلې ده.

د پولیس مشر په وېنا په صوبه کې کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او په لرې پرتو علاقو کې هم امنيتي انتظامات سم دي.

په کومه ودانۍ چې بريد شوی، ویل کيږي د ودانۍ دننه د حساسو ادارو دفترونه هم دي.

د سیمې څخه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د دې چاودنې له امله نزدې ودانیو ته هم زیان رسیدلی دی او له پېښې وروسته د باړې بازار تړل شوی دی.

د خېبر میډیکل کمپلیکس روغتون ویاند توحید پخپل یو بیان کې ویلي چې د باړې د چاودنې څلور تنه زخمیان او د یو تن مړی دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

ویاند ویلي په څلور ژوبلو کسانو کې درې پولیس عسکر هم شامل دي.

په سمدستي توګه د دې برید پړه تراوسه چا نه ده منلې خو په دې وروستیو کې چې پښتونخوا کې په پوځ، پولیسو اؤ ایف سي څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ د تحریک جهاد پاکستان په نوم جوړې شوې نوې وسله والې ډلې پغاړه اخستې.

په تېرو 48ساعتو کې دا په خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ څلورمه پېښه ده چې امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تېره شپه هم د پېښور په ریګي سیمه کې ترهګرو دپولیسو په پوسته برید کړی ؤ چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دغې پېښې وړاندې اوړمه ورځ د پېښور حیات ابا سیمه کې د ایف سي ځواکونو په یو ګادي ځانمر برید شوی ؤ چې د ایف سي د اتوؤ عسکرو په ګډون پکې نهه کسان ژوبل شوي اؤ د برید کوونکي په شمول پکې دوه کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان تېره شپه د مردان په کاټلنګ سیمه کې هم دپولیسو اؤ ترهګرو ترمنځ ډزې شوې وې چې پکې د یو ترهګر د وژل کیدو دعوې شوې وې

په دي وروستیو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په پوځ، اېف سي او پوليس دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې امنیتي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا پوليس وویل چې د سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

د صوبې پولیسو د روان کال د لومړو شپو مياشتو په جاري رپورټ کې ویلي، پولیس به په صوبه کې د امن په وړاندې هیڅ ډول خنډ ونه زغمي.

په پولیس رپورټ کې زیاته کړل شوې، سي ټي ډي پولیس 434 داسې ترهګر نيولي چې د 26 په سرونو قيمتونه مقرر وو.

صوبه کې دناامنۍ دپېښو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې نن پاکستان کې دمحرم الحرام وړومبۍ ورځ پیل شوې ده .

عموماً د محرم په موقعه خېبر پښتونخوا کې دفرقه ییزو فسادونو ترڅنګ دناامنیو اؤ تشدد پېښې هم رامنڅته کیږي اؤ دناامنۍ دممکنه پېښو مخنیوي لپاره دصوبې په بیلابیلو سیمو کې امنیتي ځواکونه چمتو ودرولی شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG