لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په مالي مرستو اسلام اباد کې د جنسي تېریو د ښکار کسانو د مرستو مرکز پرانستل شوی


د اسلام اباد په سرکاري هسپتال (پولي کلینیک) کې د جنسي تېریو د بحران د مخنیوي څانګه (ARCC) پرانیستل شوې ده چې مقصد یې په هېواد کې د جنسي تېریو د ښکار کسانو مرسته کول دي.

د جنسې تیریو د ښکار کسانو د مرستو لپاره د امریکا په مالي مرستو او د ملګرو ملتونو په تخنیکي ملاتړ د اسلام اباد پولي کلینیک هسپتال کې جوړ شوی دغه مرستندویه مرکز به څلیرویشت ساعته کار کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د پروګرام مینجره ثمن احسن ډیوه ته وایي، دا مرکزونه په پولیس تاڼو کې نه بلکې په هسپتالونو کې جوړیږي چې په سمدستې توګه ثبونونه پر وخت ترلاسه کړی شی اؤ د جنسې تیریو د ښکار کسانو طبي، نفسیاتي او قانونې مرسته هم پر وخت وشي.

هغه وایي د دغه مرکزونو او پر ښځو د جنسي تېریو په اړه پوهاوي خورولو لپاره یو این وومن د مدني ټولنې او د پاکستان حکومت په مرسته یو کمپاین هم چلوي.

اسلام اباد کې د امریکایي سفارتخانې د مخدره توکو او قانون عملی کولو نړیوال دفتر د INL لپاره مرستیالې ډایرکټرې، کیري باسنایټ وویل جنسي تاوتریخوالی نه یوازې یوه سیمه ییزه ستونزه ده بلکې یوه نړیواله ننګونه هم ده چې اجتماعي اقدام ته اړتیا لري.

په اسلام اباد کې د امریکایي سفارتخانې یوه بله کارمنده زویي رچرډز وایي دغه رنګه معاملو کې خلک نه پوهیږې چې چرته او چا له لاړ شي، چې د ټولو اړونده خدماتو لپاره دغه مرکزونه جوړ شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "مونږ په پاکستان کې لومړی اینټي ریپ کرانسس سیل په کراچې رووت پال سول هسپتال کې په اګست کال ۲۰۲۳، دویم د پنجاب ملتان ښار کې تیر کال په نومبر کې او اوس دلته په اسلام اباد کې د پاکستان د ولس لپاره پرانستو".

په هیواد کې ورځ تر بلې د جنسي تشدد د زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي د لپاره د پاکستان حکومت په کال ۲۰۲۱م کې د جنسې تشدد په ضد یو قانون منظور کړی و او دغه مرکزونه یې د عملي کولو یوه برخه ده.

د یوې غیر سرکاری ادارې ساحل په یو ورستنی رپوټ کې ویل شوي، په پاکستان کې د جنورۍ څخه تر جون 2023 پورې هره ورځ په اوسط ډول 12 ماشومان جنسي تیري ښکار شوي، په مجموعی توګه، 2,227 د جنسي تیرو پیښې رپوټ شوې چې پکې د نیمې څخه زیات 54٪ انجونې او 1020 هلکان دي.

د بشری حقونو قامې کمیشن د رپورټ له مخې په تیرو دریو کلونو کې په پاکستان کې د جنسې تشدد 63,000 مقدمی راپور شوي. چې پکې 80٪ کورني جنسې تیری شاملی دی.
د بشری حقونو د کارمندان وایی حقیقی شمیرې لا نوری هم زیاتې دې.

د غیر دولتي سازمان عورت فاونډیش کارمند عاصم ملک وایي د جنسي تشدد پېښو کې شهادت اکثره ضایع شې، په اسلام اباد کې دا سیل چې کوم جوړ شوی، نو ورته د خیبر پښتونخوا او پنجاب ضلعې هم نزدې دي، که د جنسې تیریو ښکار تن په ۲۴ ساعته کې دلته راورسي، نو ثبوتونه ترلاسه کیدای شي.

څیړونکي وایي پکار ده چې د جنسي تشدد د پېښو مخنیوي اؤ ددغو پېښو د ښکار کسانو د مرستو لپاره دغه رقم مرکزونه د ضلعو په کچه په ټول هیواد کې جوړ کړی شي، خو وایي د دې لپاره به حکومت ډیرو فنډونو ته اړتیا لرې. اوس د یو این وومن له اړخه یو نظام جوړ شوی، چې په راتونکي وخت کې پرې کار کیدای شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG