لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برجنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکي وايي سیمه کې د پوځ اود وسله والو جګړې کورونه په پرېښودو مجبور کړي


د کال ۲۰۱۷ په دې تصویر کې په انګور اده کې یو پاکستاني عسکر د افغانستان سره په پوله ولاړ لیدل کېدل کېږي
د کال ۲۰۱۷ په دې تصویر کې په انګور اده کې یو پاکستاني عسکر د افغانستان سره په پوله ولاړ لیدل کېدل کېږي

د بر جنوبي وزیرستان په بدر کې خلک وايي د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ د جګړې له امله مجبور شوي چې د سیمې څخه ووځي.

مقامي امنیتي چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي یوه اونۍ وړاندې په مانتوی سیمه کې په لسګونو وسله والو د امنیتي عسکرو په قلعه برید وکړو او د دې وروسته امنیتي ځواکونو عملیات شروع کړي دي.

د سیمې یو تن شفیع الله وي او ای ډیوه ته وویل علاقه يې د یوې اونۍ نه د ناامنۍ ښکار ده، د توپو او د ګولو سلسله دوام داره ده او کورونه يې په کې ویشتل کیږي.

هغه وویل شپون دی د پنځوسو نه زیات پسونه لري او که کډه کوي نو چرته به ځي؟

د سیمې یو بل تن حبیب الله وویل په علاقه کې يې عملیات د شروع کېدو دوه ورځو وروسته د کورنۍ سره په ټانک ضلعې کې په یو کور کې مېشت شوی دی.

هغه وویل دا دوه ورځې پرې د قیامت په څیر تېرې شوې وې، د کور د ضرورت ټول سامانونه ترې پاتې شوي او د کور ساتلي څاروي یې غر ته خوشې کړي دي چې اوس به مړه وي که ژوندي؟

په ۱۳ اګست د بدر په مانتویې سیمه کې وسله والو د امنیتي ځواکونو په قلعه برید وکړو و چې پکې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان پوځ د عسکرو وژنه تایید کړې وه او د وسله والو سره د ډزو په تبادله کې يې د شپږو وسله والو د وژلو دعوه يې کړې وه .

ځايي خلک وايي تر دغه برید ورسته په سیمه کې ډزې دوام لري او عادي ژوند نه شي کولی او نه د بې کوره خلکو د پاره څه انتظامات نیول شوي دي.

په بر جنوبي وزیرستان کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۰۹م کال راه نجات پوځي عملیاتو پرمهال چارواکوسیمه د هر قسمه ناامنۍ څخه پاکه ګرځولې وه.

د سروېکۍ تحصيل چيرمين شاه فيصل غازي وايي په سیمه کې ډېر بد وضېعت دی. د بدر سیمه چې نزدې ۳۰۰۰ کورنۍ ابادي لري د جګړې پرمهال خلکو خپل کورونه خالي کړي او په کډه کولو مجبور شوي دي.

هغه وویل د کال ۲۰۰۹م پوځي عملیاتو وروسته حکومت د امن په نوم دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي او په صوبه کې تر شامېلېدو وروسته علاقه کې د هر قسمه د ناامني د پېښو مخنیوي ذمه واري حکومت ده چې ولس ته امن وکړي.

په سیمه کې د صورتحال په اړه وي او ای ډیوه د بر جنوبي وزيرستان د انتظاميي او د پولیس مشرانو سره د رابطې هڅه وکړه خو د دې رپورټ د تیارېدو پورې يې جواب نه و ترلاسه شوی.

د سیمې نه د صوبایې اسمبلۍ منتخب او د صوبې د واکمن پاکستان تحریک انصاف غړي اصف خان تایید کړه چې د پوځ د ډزو په نتيجه کې ځايي خلکو خپلې سېمې پریښې دي.

هغه وویل په دې اړه حکومتي چارواکو سره يې خبرې کړې چې د دغه کورنیو شمېر معلوم کړي او جدي مرستې ورته ور ورسوي.

هغه زیات کړه چې تاوتریخوالی په علاقه کې د امنیتي ځواکونو په قلعه د برید وروسته جوړ شوی او خلک باید داسې خلکو ته ځایی ورنکړي چې دوی ته مشکلات پېدا کوي.

په دې اړه د سیمې مشرانو د امنیتي ځواکونو سره خبرې اترې شروع کړي خو مشران وايي مذاکرات تر اوسه نه دي کامیاب شوي.

د جرګې یو غړی رحمت شاه وايي د عملیاتو پرمهال عام ولس زیات ستونزمن شوی او د عملیاتو پرضد په علاقه کې ځايي خلکو احتجاجي پرلت پیل کړی دی او د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

د رحمت شاه په خبره دوی نور علاقه پریښودلو ته تیار نه دي چې دا کډې کله وړي او کله یې بیا بیرته واپس کوي.

هغه تور پورې کړو چې د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو کورونه په راکټونو ویشتل کیږي او تر دې مهال بې کوره شوي خلکو ته هیڅ مرستې نه دي رسول شوي.

د پاکستان پوځ د تازه عملیاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو د علاقې امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط وویل وسله وال تر بريد وروسته په سیمه کې پټ شوي او اوس هم په امنیتي ځواکونو ډزې کوي. د دوی په وینا د ډزو پرمهال يوازې هغه ځایونه په هدف کیږي د کوم ځای نه چې په امنیتي ځواکونو ډزې کیږي .

تحریک طالبان پاکستان په یو بیان کې ویلي د پوځ دا تازه عملیات د پوځ هغه دریځ ردوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري. د افغانستان واکمن طالبان هم د پاکستاني چارواکو دا خبره ردوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغان خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي.

بدر د جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې پولې يې د افغانستان د پکتېکا ولایت سره لګېدلې دي او په پوله د غر په سرد اسمان منزه په سیمه کې د پاکستان پوځ لویه پوځي قلعه لري خو په دې وروستیو کې پکې د پوځ او وسله والو ترمنځ پر یو بل د بریدونو له امله امنیتي‌ حالات تر پخوا خراب شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG