د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې د يو کور څخه د څلورو ښځې مړي ترلاسه شوي، پوليس وايي، وژل شوې ښځې، مور او درې یې لوڼه دي.
د سوات د کبل پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) عمر رحيم تېره شپه ناوخته وي او اې ډيوه ته وويل، پرون ورته د کبل دېولۍ علاقې څخه د يو کور دننه د څلورو ښځو مړي ترلاسه شوي دي. د نوموړي په خبره د پاخه عمر ښځه او پېغلې لوڼه یې وژل شوي دي.
هغه وویل، مړي دوه يا درې ورځې وړاندې شوي دي، او پوليسو ته پرون دغه اطلاع شوې وه.
د رېسکيو 1122 ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته ویلي، کارمندانو یې د وژل شوو ښځو مړي يا جسدونه د پوليسو په نګرانۍ کې روغتون ته منتقل کړي دي.
پوليس افسر وويل، د وژل شوې ښځې د ورور په مدعيت کې یې مقدمه د ښځې د خاوند پرضد درج کړې او هغه ورته ویلي چې د ښځې مېړه او جينکو پلار دغه وژنې کړي دي.
هغه زياته کړه، د ابتدايي معلوماتو ترمخه په ښځو ډزې او تشدد شوی، په پېښه کې چوړکۍ يا چاړې هم کارول شوي او ښځې وژل شوي خو مړي د پوسټ مارټم يا طبي معاينې او رپورټ دپاره روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړي وويل، تورن قاتل چې سردار علي نوميږي د پېښې وروسته مسقط ته تللی دی. هغه وويل، دغه تورن تن به مسقط ته تلو راتلو، راغلی دی دغه واردات یې کړي او بيا تللی دی.
پوليس افسر وویل، فوري نه شي ويلی چې دا د غيرت په نوم وژنه ده، د پېښې پلټنې یې پيل کړي دي.
څلور ورځې وړاندې په صوابۍ ضلعه کې يوه جينۍ او هلک د غيرت په نوم وژل شوي وو، پوليسو ويلي، د جينۍ ورور، جينۍ او هلک په خپل کور کې دننه ويشتي وو.
پاکستان کې وخت په وخت د غيرت په نوم وژنو د پېښو خبرونه مخې ته راځي.
د تېرې جون په میاشت په وروستيو کې په پنجاب صوبه کې پرله پسې دوه ورځې د غيرت په نوم وژنو دوه پېښې شوې وې.
يوه پېښه د پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې شوې يو تن خپله مېرمن او پېغله لور په چړو وهلې او وژلې وې.
بله پېښه د پنجاب په خانېوال سيمه کې شوې او يو تن د غيرت په نوم خپله مور او درې خوېندې وژلې وې.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د تېر کال جنورۍ په میاشت کې ويلي وو، پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.
Forum