د افغان طالبانو يو پلاوی د نهې لا سه شنبې په ورځ ايران ته تلی چې د ايراني چارواکو سره د هلمند سيند د اوبو په شخړه خبرې وکړي.
ايران ګڼي چې د افغانستان په نیمروز ولایت کې په هلمند دریاب د کمال خان بند به د ایران په ځينو برخو کې اوبه وچې کړي.
د هند په مالي مرسته د افغانستان په هرات ولایت کې په هري سيند د سلما بند په جوړېدو هم ایران په دې وجه مخالفت کوي چې ايران پله به د اوبو بهير اغېزمن کړي.
افغانستان د ايران دغه دعوې او انديښنې بې ځايه بللي او تل یې دا دریځ لرلی چې د افغانستان او ايران تر منځ د هلمند سيند په اوبو چې کومه لوظنامه په 13 مارچ کال 1973 کې لاسليک شوي په هغې عمل ته ژمن دی.
د لوظنامې تر مخه په عامو حالاتو کې به افغانستان د هلمند سيند نه ايران ته 22 کيوبک ميټر اوبه د سيکنډ په حساب پرېږدي چې د دې سر بېره ورته افغانستان څلور کيوبک ميټره سېوايي اوبه د ورورولۍ او ګاونډګېرۍ په سر اضافي او ويړيا ورکړي.
لوظنامه د افغانستان د صدر اعظم موسی شفيق او د ايران د صدر اعظم امير عباس هوېدا تر منځ لاسليک شوې چې د مخه به يې افغانستان څلور ميلين او پينځه سوه کيوبک ميټر فيټ اوبه په عامو حالاتو کې ايران ته ورکوي.
د لوظنامې په شرطونو کې دا هم شته که چېرې وچکالي ډېره شي او د اوبو زېرمې کمې شي نو دواړه هېوادونه به د حالاتو په رڼا کې د ستونزې حل لټوي. بله دا چې د دېهرود ډنډ د اوبو جمع کولو کچه به د څار لاندې وي او افغانستان به د هلمند سيند د اوبو د پاکو ساتلو ضمانت ورکوي.
د افغانستان سويلي برخه په خاصه توګه هلمند، کندهار ، زابل او ارزګان چې عن د پاکستان د بلوچستان تر سيمې د څو کلنو راهسې د وچکالۍ سره مخ ده او موسم پوهان وايي دغلته د اوبو کچه ډېره په ښکته تللې ده.
د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو د رپورټونو تر مخه د افغانانو يو لوی شمېر خلک د اوږدې وچکالۍ د لاسه د کليوال ژوند چې زميداري يې د روزګار يواځينۍ زريعه وه د کر کيلې نه لاس په سر شوي او د ژوندي پاتې کېدو د پاره ښاريو ته کوچېدلي
د کمال خان بند
د افغانستان په غرب کې د ايران سره په پوله پروت د نیمروز ولايت په چهار بورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی بند چې 52 ميلين اوبه ډب کولی شي د ايران د انديښنو سوب شوی او ګڼي د افغانستان سره په پوله د وېټ لينډز په نوم ياده سيمه به يې بې د اوبو شي.
افغانستان د ډيم په جوړېدو نزدې 174,000 هېکټره ځمکه د اوبه خور جوګه کړې چې د هېواد پخواني ولسمشر اشرف غني يې په 24 مارچ کال 2021 کې پرانسته کړې وه.
ډاکټر اشرف غني د پرانستې په وخت ايران ته پخپله وينا کې ويلي وو اضافي اوبه که ايران غواړي نو په بدل کې دې افغانستان ته تېل ورکړي ولې خپلې اوبه نورو ته ويړيا ورکړي؟
کارپوهان وايي د افغانستان چې په اوبو په کور پوره دی دومره توان نشته چې خپلې اوبه مهار کړي او د کر کروندې د پاره يې وکاروي او ځينې دعوه کوي چې ايران اوس هم 40% اوبه د هلمند د سيند نه اضافي او وړيا اخلي.
ايران په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د اوبو په اړه په کور پوره حال دا دی چې د هېواد ډېرې اوبه چې د امو، هلمند، هري رود مرغاب او کابل په سيندونو کې بهيږي د ګاونډي هېوادونو لکه ايران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته ځي ولې چې افغانستان يې د مهار کولو توان نه لري.
په کونړ سيند چې په کابل سيند ياديږي کله چې هند افغانستان ته د بندونو جوړولو د مرستې اعلان وکړو پاکستان پرې انديښنه څرګنده کړې وه او د اوبو د ممکنه کمي ذکر يې کړی و ځکه ياد سيند د افغانستان نه د پاکستان پښتونخوا صوبې ته غورځيږي چې په اوږدو کې د خيراباد په مقام د اباسين سره يو ځای کيږي.
د کونړ په سيند جاپاني ډاکټر ټېټسو ناکا مورا چې افغانان ورته د مينې نه کاکا مراد وايي په ذاتي کوښښونو يو داسې بند جوړ کړی چې د ننګرهار د ګمبيري دشتې 16,000 هېکټره ځمکه يې خړوبه کړې او نزدې 600,000 خلک يې د خپل لاس ګټې وټې ته په کور کړي او دغه د مودو راهسې پرته سره دښته يې په باغونو او بيلا بيلو فصلونو بدل کړې ده.
ناکا مورا د شلو کالو راهسې د افغانستان په خدمت کې و او سره د پينځو افغانانو ملګرو او ډرايور په څلورم ډسمبر کال 2019 کې په ننګرهار کې په ډزو ووژل شو.
ناکا مورا ته د هغه وخت ولسمشر اشرف غني د افغانستان اعزازي تابعت ورکړی و او د مرګ نه پس يې اعلان کړی و د ناکامورا د اوبو مهارولو نظام به نور افغانستان ته هم خوروي.