دوه امریکایان په افغانستان کې د طالبانو په بند کې دي او د طالبانو د حکومت ترجمان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په ګوانټانامو کې د افغان قېدیانو او د امریکايانو په تبادله يې خبرې شوې دي.
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د امریکايي قېدیانو نومونه وا نه خیستل.
طالبانو د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د یو غېر ملکي تنظیم یا اېن جي او د عملي د شپږو نه زیات غړي نیولي وو چې یوه امریکايي مېرمن هم په کې شامله وه. او امریکايي امدادي کارکوونکی راین کوربېټ د ۲۰۲۲ راهسې د طالبانو په بند کې دی.
مجاهد په کابل کې خبري کانفرنس ته وویل څنګه امریکايي شهریان د امریکې دپاره اهمیت لري هم دغه شان افغان زمونږ دپاره اهمیت لري او پکار ده چې افغانان د امریکایانو په تبادله کې ازاد کړی شي.
مجاهد وویل امریکايي مامورینو سره په دوحه، قطر، کې قېدیانو د تبادلې په اړه خبرې وشوې.
ملګرو ملتونو په دوحه کې د افغانستان په د نړیوالو استازو د دوه ورځنۍ غونډې کوربتوب کړی و. غونډه د ګل، دوشنبې، په ورځ ختمه شوه او مجاهد په ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري کوله.
مجاهد وویل دوه امریکايي شهریان په افغانستان کې او افغانان د امریکې په ګوانټانامو بی کې قېد دي. هغه زیاته کړه چې قېدیانو د ازادۍ په اړه يې د امریکایانو سره خبرې وکړې.
د امریکايي مېرمن په شمول طالبانو د انټرنېشنل اسسټنس مېشن نومې ادارې لږ تر لږه ۱۸ کارکونکي عیسایت د تبلیغ په الزام نیولي وو.
تېره میاشت مګرو ملتونو د کوربېټ د ازادۍ غوښتنه وکړه او ويې وېل د هغه ژوند د خطر سره مخامخ دی، صحت يې په چټکتیا خرابېږي او هغه علاج ته ضرورت لري.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې طالبانو په لسګونو بهرنیان په حراست کې اخیستي دي.
د امریکې په شمول ګڼ شمېر ملکونو خپل شهریان افغانستان ته د تګ نه منع کړې او خبرداری يې کړی چې په هېواد کې په بې ځایه توګه د نیول کېدو، د تښتول کېدو او د تشدد خطر موجود دی.
لږ تر لږه یو افغان، محمد رحیم، په ګوانټانامو بی کې بندي دی. هغه کورنۍ د نومبر په میاشت کې د هغه د ازادۍ غوښتنه وکړه.
د فېبرورۍ په میاشت کې دوه افغانان چې تر ۲۰۱۷ پورې په ګوانټانامو بی کې ۲۰ کاله قېد وو افغانستان ته ستانه شول.
افغانستان ته د ستنېدو نه مخکې عبدالکریم او عبدالظاهر د ګوانټانامو نه اومان ته منتقل کړی شوي وو او هلته نظر بند ساتل شوي وو.
دواړه افغانان د سلګونو په شمېره کې هغه کسانو کې شامل وو چط امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ په الزام نیولي او د ګوانټانامو بی په جزیره کې زندان ته لېږلي وو.
د ګوانټانامو زندان د امریکايي پوځ د انتظام لاندې دی او د ګڼ شمېر طالب چارواکو په شمول د بند زیاتره قېدیان ازاد کړی شوي دي.
امریکايي مامورین د ډېر وخت راهسې ايي د ګوانټانامو زندان د بندولو اراده لري. د انساني حقونو تنظیمونو به په ګوانټانامو کې قېدیانو سره په سلوک د تشویش اظهار کولو خو امریکايي مامورینو به دا تشویش ردولو.
د ای اېف پي په رپورټ کې دا خبره نه وه چې ایا د امریکې حکومت طالبانو د قېدیانو د مبینه تبادلې په اړه څه وېلي دي او که نا؟
Forum