لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داخله وزارت: پاکستان کې د ترهګرۍ 1566 پېښو کې د 573 عسکرو په ګډون 924 کسان وژل شوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي د روان کال په 10 میاشتو کې د هیواد دننه د ترهګرۍ 1566 پېښو کې د 573 امنیتي اهلکارو یا مامورینو په ګډون 924 کسان وژل شوي اؤ 2 زره اؤ 121 نور ژوبل شوي دي.

څېړونکي وایي پاکستان ته به ارومرو خپلو ناکامو تګلارو ته بیا کتنه پکار وي ځکه چې د دوی په نظر هم ددې تګلارو په نتیجه کې نن یو ځل بیا پاکستان کې وسله والې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې منظمې شوي اؤ پیاوړې شوې دي اؤ چې چرته اؤ کله هم وغواړي نو پوځي اؤ حکومتي اهداف په نخښه کولی شي.

په قامي اسمبلۍ کې د مجلس وحدت المسلمین غړي حمید حسین پوښتنه راپورته کړې وه چې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره څه ګامونه اخستي ؟ د کورنیو چارو وزارت په دې اړوند پارلیمان ته بیلابیل معلومات ورکړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د 10 میاشتو په دوران کې د هیواد دننه د ترهګرۍ ټولې 1566 پېښې مخې ته راغلي چې په دې کې په خېبر پښتونخوا کې 948، بلوچستان کې 532، سیند کې 24، پنجاب کې 10 او اسلام آباد کې 2 دوه پېښې شوې دي۔

د کورنیو چارو وزارت د دسمبر په ویلي چې د ترهګرۍ دې پېښو کې 573 امنیتي عسکرو د وژل کېدو ترڅنګ 353 مامورین ژوبل شوي هم دي.

دا شمیرې ښیي چې په ترهګریزو بریدونو کې 351 عام وګړي وژل شوي اؤ 768 نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي له سږکال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتو په هیواد کې د استخباراتي معلوماتو په اساس 2 زره اؤ 801 عملیات شوي چې پکې 341 ترهګر وژل شوي دي.

یاد وزارت پارلیمان ته ویلي چې د 10 میاشتو په مهال نور څلور ترهګر تنظیمونه زینبیون بریګیډ،مجید بریګیډ، حافظ ګل بهادر ډله اؤ پښتون تحفظ موومنټ ( پي ټي ایم) کالعدم ګرځولی شوي چې دې سره ملک کې په مجموعي توګه د کالعدم تنظیمونو شمیره 82 ته رسېدلې ده.

داخله وزارت زیاته کړې ده چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یو شمیر ګامونه اخستل شوي اؤ ددې ګامونو په اساس د 800 کسانو نومونه د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون لاندې فورتهـ شیډول کې شامل کړی شوي دي.

شمیري ښیي چې په دې فورتهـ شیډول ته د پنجاب څخه د 400 ، خېبر پښتونخوا څخه د 203 ،بلوچستان څخه د 173 کا بلوچستان اؤ د سیند اؤ ګلګت بلتستان څخه د21 کسانو نومونه اچول شوي دي.

ددې ترڅنګ ویل شوي چې د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو لپاره 2 زره اؤ 350 مقدمې درج شوي اؤ 2 زره اؤ 466 کسان ترهګرو سره د مالي مرستو په تورونو نیولو شوي چې هغوي کې 526 کسانو ته سزاګانې هم اورول شوي اؤ په مجموعي ډول 58 کروړه 12 لکه اؤ 6 زره روپۍ ترې ولکه کې اخستل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې د تېرو لسو میاشت په مهال په ګرد هیواد کې د ترهګرو لخوا په بنیادي توګه قانون نافد کوونکې ادارې په نخښه کړل شوي دي

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي پاکستان کې د ترهګرۍ د هرې پېښې پړه چارواکي په افغان طالبانو ور اچوي خو یوازې په افغان طالبانو د نیوکو سره د ترهګرۍ ستونزه نه حل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پاکستان خپل حکومتي اؤ پوځي چارواکي هم دا مني چې د افغان طالبانو حکومت سره دومره مضبوط پوځ، استخباراتي نیټ ورک اؤ وسایل نشته چې د ترهګرو ډلو سره پرې مقابله وکړي یا د هغوي مخه ونیسي .

"خو بیا پاکستان خو دعوه کوي چې یو قوي پوځ، تکړه استخباراتي شبکې اؤ عصري وسایل لري نو خامخا به پوښتنه راولاړیږي چې هر کله دافغانستان څخه وسله وال د ترهګرۍ لپاره د پاکستان خاورې ته را اړوي نو پاکستاني ځواکونه يې پخپله خاوره کې ولې مخه نه نیسي؟ "

ناصر داوړ وایي پاکستان ته به ارو مرو خپلو ناکامو تګلارو ته بیا کتنه پکار وي ځکه چې هم ددې تګلارو په نتیجه کې نن یو ځل بیا پاکستان کې وسله والې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې منظم شوي اؤ پیاوړې شوې دي اؤ چې چرته اؤ کله هم وغواړي نو پوځي اؤ حکومتي اهداف په نخښه کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG