لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ټي ډي رپورټ:سږکال خېبر پښتتونخوا کې په ترهګریزو بریدونو کې 142 پولیس اؤ 133عام وګړي وژل شوي



سي ټي ډي وایي سږکال د ترهګرۍ په شوؤ پېښو کې خېبر پښتونخوا کې 6 ځانمرګي بریدونه شوي،113 باردوي توکي چاودېدلي اؤ د 355 د ډزو پېښې شوې دي.
سي ټي ډي وایي سږکال د ترهګرۍ په شوؤ پېښو کې خېبر پښتونخوا کې 6 ځانمرګي بریدونه شوي،113 باردوي توکي چاودېدلي اؤ د 355 د ډزو پېښې شوې دي.

د ترهګرۍ ضد محکمه وایي سږکال په خېبر پښتونخوا کې شوؤ 636 ترهګریزو بریدونو کې 142 پولیس عسکر اؤ 133عام وګړي وژل شوي اؤ امنیتي ځواکونو 739 ترهګر نیولي دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) خپل رپورټ کې ویلي چې تېرکال په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 631 پېښې رامنځته شوې وې خو سږکال په دې پېښو کې یو څه اضافه ليدل شوې اؤ تر اوسه د ترهګرۍ 636 پېښې مخې ته راغلې دي.

سي ټي ډي وایي سږکال د ترهګرۍ په شوؤ پېښو کې خېبر پښتونخوا کې 6 ځانمرګي بریدونه شوي،113 باردوي توکي چاودېدلي اؤ د 355 د ډزو پېښې شوې دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې رپورټ کې ویل شوي چې دې ترهګریزو پېښو کې 142 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 214 نور ژوبل شوي اؤ همدا شان د پولیسو تر څنګ دې پېښو کې 133 عام وګړي وژل شوي اؤ 246 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په صوبه کې د ترهګرو په ضد 2 زره اؤ 981 استخباراتي عملیات شوي چې پکې د 29 بې کچه مطلوبو ترهګرو په ګډون ټول 739 ترهګر نیول شوي دي.

همدا شان رپورټ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ځواک عملیاتو کې د 246 ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې اؤ ویل شوي چې د هغوي د ولکې څخه 849 کلو ګرامه چاودېدونکي توکي،لاسي بمونه ، اووه خودکش جیکټونه اؤ 162 بیلا بېلې وسلې هم برامد شوي دي.

په دې وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په هدف کولی شي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه یوازې د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي.

په رپورټ کې ويل شوي تېره میاشت ګرد هیواد کې 127 وسله وال هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې پکې شوي، 71 کسان پکې وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.

دغه راز په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 ترهګریزې حملې شوې او 36 کسان پکې وژل شوي دي.

خبریال عارف حیات وي او اې ډيوه ته ویلي، د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت او مرکزي حکومت د زیاتیدونکې ترهګرۍ ذمه واري په يو بل ور اچوي، خو د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره عملي ګامونه نه اخلي.

د پکس رپورټ کې دا هم ويل شوي، چې تېره میاشت ګرد هیواد کې د ترهکرۍ پیښو کې د 245 کسانو د وژل کېدو تر څنګ يواځې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه کورمه کې په نښتو کې 120 کسان وژل شوي دي.

څيړونکی محمد نفيس ډیوه ته وايي، پاکستان کې مذهبي اختلافاتو څخه ترهګرې ډلې ګټې پورته کوي لکه په تیر وخت کې لشکر جهنګوي چې څنګه د مذهب او فرقو په نامه کارروايانې کولې.

د نوموړي په خبره، اوس هم هغه شان حالات يو ځل بیا په کورمه کې لیدل کیږي، خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دا خبره شوې ده چې د تحریک طالبان يو شمېر وسله وال په کورمه کې کارروايانو د پاره تیار کړل شوي وو، دا د ریاست د پاره د فکر خبره ده چې څنګه په اسانۍ سره ترهګر د دوی د کمزوريو نه ګټه پورته کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG