څيړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز (سي ار اېس اېس) پخپل وروستي رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د اپرېل، مې او جون مياشتو کې ۲۴۰ بريدونه شوې چې پکې ۳۸۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د جولاي په مياشت کې هم په پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې ګڼ شمېر بريدونه رپورټ شوي دي۔
څېړونکي وايي د بدامنۍ د نوې لړۍ په اړه ښکاري چې په پاکستان کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو تر منځ همغږي او په مېډيا کې د دې مسلې په اړه کومه سنجيدګي نه ليدل کيږي.
د سي ار اېس اېس رپورټ کې ويل شوي په ۲۴۰ بريدونو کې ۸۷ فېصده په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي۔
رپورټ وایي په دې بريدونو کې د دوه ډي ايس پي افسرانو په ګډون ۳۱ پولیس عسکر او د يو کېپټن په ګډون ۶۵ پوځيان وژل شوي دي۔
د رپورټ تر مخه په دې موده کې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې زياتره وژنې د لټون د عملياتو په مهال، هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې شوي دي۔
د اي ايس پي ار ترمخه په لسم جون په لکي مروت کې د وسله والو بريد کې ۷ پوځيان وژل شوي وو، دغسې د مې په څوارلسمه د بلوچستان ژوب کې د وسله والو سره نښته کې يو پوځي مېجر او ۱۴ وسله وال وژل شوي وو.
د ترهګرۍ د دغه پېښو لړۍ د جولاي په مياشت کې هم روانه وه۔ د جولاي په پیل کې پوځ په لکي مروت کې د نهه وسله والو د وژلو دعوه کړې وه، دغسې په دريمه جولايي په باجوړ قبایلي ضلعه کې په ريموټ کنټرول بمي چاودنه کې د يو پخواني سنېټر هدایت الله په ګډون درې تنه وژل شوي وو.
په نهمه جولايي پوځ ويلي وو په وزيرستان کې يې د يو کېپټن په ګډون څلور پوځيان وژل شوي دي. په لسمه جولاي د پېښور حسن خېلو کې د لټونې د عملياتو په وخت نښته کې دوه پوليس او دوه پوځيان وژل شوي وو.
دغسې په ۱۵م جون د خېبر پښتونخوا بنو ضلعه کې د پوځ په مرکز ځانمرګي بريد او د وسله والو په ډزو کې درې عسکر وژل شوي وو او ۱۲نور ژوبل شوي وو.
په دې بریدونو کې د زياترو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي۔
ټي ټي پي ويلي د روان کال اولنو شپږو مياشتو کې يې نزدې ۵۰۰ بريدونه کړي دي، په دې کې زياتره بریدونه په خېبر پښتونخوا صوبه کې شوي دي۔
د پاکستان حکومت تور لګوي چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې بريدونه پلان کوي خو افغان طالبانو تل دغه تورونه رد کړي او دا يې د پاکستان خپله کورنۍ مسله ګرځولې ده.
ټي ټې پي هم وايي چې خپل بريدونه د پاکستان د خاورې نه پلان کوي ۔
څېړونکی اؤ خبریال فخر کاکا خیل وایي د بدامنۍ د نوې لړۍ په اړه ښکاري چې د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ همغږي او په مېډيا کې د دې مسلې په اړه کومه سنجيدګي نه ليدل کيږي.
ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي"دا د فکر خبره ده چې په وفاق يا مرکز کې زمونږ په صوبه دا حال (ترهګري) تېريږي او د هغې د بيانيې کوم ذکر نه شته نو دا ډېره د فکر خبره ده".
څېړونکي وايي د پښتونخوا په جنوبي برخو کې هدفي وژنې او د تشدد پېښې زياتې شوې دي او بايد چې حکومت یې د مخنيوي لارې ولټوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۲۲م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزمِ استحکام په نوم د نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بیلابیلو سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پځای دې ریاست د ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي۔
خو په پينځمه جولايي د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ويل شوي وو ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام عملیات د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضه ده او په دې عملياتو بې ځايه نيوکو باندې يې انديښنه څرګنده کړې وه۔
رپورټ: په تېرو دریوؤ میاشتو کې په پاکستان کې د تشدد په ۲۴۰ؤ پېښو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي
پېښور (وي او ای ډیوه) —
Forum