لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې په 24 ساعتو کې درې پوليس ووژل شوو


د پوليس کنټرول کوټې يو چارواکي د نوم نه ښکارکولو په شرط ډيوه ته وويل، په تېرو 24 ساعتونو کې دا دويم هدفي بريد دی، چې پکې هزاره شعيه پوليس اهلکار وژل کيږي
د پوليس کنټرول کوټې يو چارواکي د نوم نه ښکارکولو په شرط ډيوه ته وويل، په تېرو 24 ساعتونو کې دا دويم هدفي بريد دی، چې پکې هزاره شعيه پوليس اهلکار وژل کيږي

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې د پوليسو په وينا د شورو، چهار شنبې، په سهار نامعلومو وسله والو يو بل پوليس اهلکار په ډزو ووژلو. په 24 ګنټو کې دریم پولیس دی چې په هدف شو. تحریک طالبان پاکستان او د لشکر جهنګوي ډلو د پوليس وژلو زمه واري منلې ده.

يو پولیس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل، "د سپيني روډ پر بېنظير فلايي اوور سهار اتهه بجې دغه پېښه شوې ده، د محمد جواد په نامه هزاره پوليس اهلکار د نا معلومو وسله والو له لوري وژل شوی، محمد جواد د کور څخه د ډيوټۍ پر لور روان وو".

د پوليسو چارواکو په وينا محمد جواد د پوليسو په وردۍ کې وو، ډيوټي يې د کوټې پوليس لاين هېډ کوارټر کې وه.

وژل شوی پولیس اهلکار د کوټې سېول روغتون ته وړل شوی دی.

د سېول روغتون کوټې د پوليس سرجن ډاکټر عايشه فېض وي او اې ډيوه ته وويل، د محمد جواد په نامه پوليس عسکر په مړ حالت کې سېول روغتون ته راوړل شوی و، هغه درې مرمۍ پر سينه او نس لګېدلی و او مړی يې له ضروري کاغذي کاروايۍ وروسته خپلوانو ته حواله کړ ی شو.

د ډاکټر عایشه په وينا په پرونۍ پېښه کې وژل شوي پوليس اهلکار هم درې درې مرمۍ ويشتل شوي وو.

د پوليس کنټرول کوټې يو چارواکي د نوم نه ښکارکولو په شرط ډيوه ته وويل، په تېرو 24 ساعتونو کې دا دويم هدفي بريد دی، چې پکې هزاره شعيه پوليس اهلکار وژل کيږي.

پرون د سهه شنبې په ورځ د کوټې په کلي شالم کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې وسلوال بريد شوی وو.

د پوليس وياند اسلم ناصر ډيوه ته ويلي وو،" نامعلومه موټر سايکل سورو وسله والو د پوليو واکسيني ټيم ساتونکي دوه پوليس عسکر په نخښه کړي، وژل شوي دواړه عسکر شعيه هزارګان دي".

د يادې پېښې زمه واري هم د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم تنظيم نده منلې خو په بلوچستان کې د شعيه هزاره لږکيو د په نخښه کولو زياتره وخت د پېښو زمه واري داعش او ځينې نورو مذهبي توندروه ډلو منلې دي.

د کوټې هزاره ټاون اوسېدونکی مدني فعاله او وکيله جليله حېدر ډيوه ته وويل،

"د شعيه هزاره پوليس هدفي وژنه هم په بلوچستان کې د تازه زياتې شوې ناامنۍ برخه ده، خو دا خبره د تشويش ده چې په ځانګړي ډول په دوو ورځو کې درې هزاره پوليس والا په نخښه شوي، د داسې پېښو او د ترهګرو د مخنيوي زمه واري د حکومت ده، که حکومت پر وخت دا کار ونه کړو، نو ويره ده چې دا حالات به تر پخوا هم زيات خراب شي چې بيا به ټول اغېزمن کړي".

د بلوچستان وزيراعلا میر عبدالقدوس د ياد بريد غندنه کړې، د پېښې رپورټ يې طلب کړی هغه ویلي په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG