د افغانستان په 11 ولایتونو کې نن د دسمبر په 23مه د پولیو ناروغۍ په ضد د ماشومانو د وېکسین کولو درې ورځنی کمپېن پیلېږي چې پکې به تر پینځه کلنۍ پورې عمل لرونکو شاوخوا 48 لکه ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې- اتوار په ورځ ویلي، په دې کمپېن کې به په لومړي پړاو کې په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، زابل او کندوز کې 4.8 میلینه ماشومان وېکسین شي.
د باختر خبري ایجنسۍ د یکشنبې- اتوار په ورځ ویلي، په هرات کې د پولیو کمپېن پیل شوی او ټاکل شوې ده چې څه باندې درې لکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.
د هرات لپاره د طالبانو د حکومت والي مولانا اسلام جار ویلي، "د پولیو د ختمولو د وېکسین څاڅکي حلال دي او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ضروري دي".
د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې دا پولیو ضد کمپاین په داسې حال کې پیلږي، چې تر دې وړاندې په تېره ستمبر میاشت کې د طالبانو حکومت د نیزدې دوو میاشتو لپاره د پولیو ضد کمپېنونه ځنډولي وو.
د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې په ستمبرمیاشت کې د ماشومانو د ژغورنې لپاره د پولیو وایرس پر ضد پلان شوی کمپېن د عملي کېدو د څرنګوالي پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله وځنډول شو.
د پولیو د مخنیوي د نړیوالې (جي پي اي ای) د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په 2024م کال کې تر اوسه د پولیو 23 مثبتې پېښې مخې ته راغلې دي چې وروستۍ یې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې وه.
په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې په ننګرهار ولایت کې وو، خو سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ زياتره پېښې په هلمند او کندهار ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د افغانستان په ګاونډي هېواد پاکستان کې په روان 2024م کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه 63 ته رسېدلی دی، چې 26 په بلوچستان، 18 په پښتونخوا، 17 په سيند او يوه يوه پېښه په پنجاب او اسلام اباد کې مخې ته راغلې ده.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يواځيني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو وایرس په کې شته او ماشومان ترې اغېزمن کېږي. د پاکستان روغتیا چارواکي وخت په وخت وایي له انکاري کورنیو سره سره د دواړو هېوادونو تر منځ د کډوالو تګ راتګ هم د پولیو په مخنیوي کې خنډ جوړېږي.
Forum