دپاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه پوځي عسکر وژل شوي اؤ ډيره اسماعیل خان سیمه کې په بمي چاودنه کې یو پوځي ژوند د لاسه ورکړی دی.
تر دې وړاندې د جمعې په ورځ پوځ د بلوچستان ایالت په ګوادر ضلعه کې هم د وسله والو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيان د وژل کېدو پخلی کړی ؤ،
دا په یوه ورځ پوځ ته درېوؤ بیلابیلو پېښو کې اوښتی سر ځاني زیان دی چې ۱۷ پوځيان پکې وژل شوي دي.
دپاکستان د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي د جمعې په ورځ پوځ د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي دي.
پوځ وایي د ډي آی خان په روړي سیمه کې عملیاتو کې د ټي ټي پي یو خودکش بمبار وژل شوی دی چې پېژندګلو یې د اسامه په نوم شوې ده.
پوځ دعوه کړې ده چې ترهګرو د یوې خطرناکې پېښې ترسره کولو لپاره سیمه کې منصوبه جوړوله چې پوځ یې پرضد عملیات وکړل اؤ خودکش بمبار اسامه پکې ووژل شو.
پاکستاني طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې هم امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې یو ترهګر وژل شوی دی.
پوځ منلې چې د لکي مروت په عملیاتو کې د ظفر اقبال اؤ جاجي جان په نوم دوه پوځي عسکر وژل شوي دي.
په عین حال کې پوځ د پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د یوې بمي چاودنې په پېښه کې د یو پوځي عسکر شاهد اقبال د وژل کېدو پخلی کړی دی.
تر دې پېښو وړاندې د جمعې په ورځ پوځ ویلي وؤ "د نومبر په درېیمه د امنیتي ځواکونو دوه ګاډي په ګوادر ضلعه کې له پسني څخه اورماړې ته روان وو، ترهګرو په نخښه کړل، په پېښه کې ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.
هم د جمعې په د ورځې په سهار د پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې په یوه بمي چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي اؤ د پولیس عسکرو په ګډون په پکې ۲۱ تنه نور ژوبل شوي وؤ.
په پوځ په یوه ورځ ترسره شوؤ دې بریدونو اؤ بمي چاودنو ذمه واري لا چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي دي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ یا هم وسله والې ډلې داعش خراسان پغاړه اخستې ده.
په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.
د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
پاکستان تور لګوي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه پاکستان کې د ورانکارۍ منصوبې جوړوي خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي ترهګري د پاکستان کورنۍ ستونزه ده اؤ پړه یې باید په افغانستان وا نه چول شي.
Forum