لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارتکاران د شام نوو واکدارانو سره ملاقاتونو دپاره په دمشق کې دي


د دمشق یو منظر
د دمشق یو منظر

د امریکې لوړ رتبه سفارتکاران د جمعې په ورځ دمشق ته ورسېدل چې د حیت تحریر الشام ډلې په مشرۍ کې د شام نویو واکدارانو سره خبرې اترې وکړي. دا خبره د امریکې سټېټ ډپارټمنټ، خارجه وزارت وکړه. دا به د واشنګټن او د شام د نوي حکومت ترمنځ وړمبی مخامخ ملاقات وي.

منځني ختیځ دپاره د سټېټ ډپارټمنټ اعلا سفارتکاره باربرا لیف، د یرغمالانو د چارو دپاره د صدر خصوصي استازی راجر کارسټنزو، خصوصي مشیر ډېنیل روبېنسټاین چې شام سره د ښکېلتیا د کوښښونو مشري کوي، امریکايي مامورین دي چې د صدر بشارالاسد حکومت د نسکورېدو وروسته دمشق ته رسېدلي دي.

امریکايي سفارتکاران په داسې حال کې شام ته رسېدلي دي چې مغربي حکومتونه د اېچ ټي اېس او د ډلې مشر احمدالشرع سره رابطه خلاصوي او په دې اړه بحثونه کوي چې اېچ ټي اېس د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه لرې کړي او که نا؟ د امریکې نه مخکې فرانس او برطانيي د شام نویو واکدارانو سره رابطې کړې دي.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د اېچ ټي اېس نمایندګانو سره ملاقاتو کې به امریکايي چارواکې په دې خبره ټینګار کوي چې د شام اینده حکومت په جوړېدو کې واشنګټن غواړي چې د ټول شمولیت او د اقلیتونو حقونو ته د احترام اصول شامل کړی شي.

امریکايي سفارتکاران به د امریکايي صحافي اسټن ټایس او د هغه نورو امریکایانو په اړه د تازه معلوماتو ترلاسه کولو کوښښ هم کوي چې په شام کې بې درکه شوي دي. ټایس د کال ۲۰۱۲ کې شام ته د خبرنګارۍ د سفر په مهال نیول شوی دی.

سټېټ ډپارټمنټ وویل امریکايي مامورین به د شام ولس سره هم نېغ په نېغه خبرې اترې کوي، د شهري حقونو فعالانو، د مختلفو ټولنو غړو او نور غږونه به اوري چې د شام د مستقبل په اړه څه نظر لري او امریکا يې څنګه ملاتړ کولی شي.

سټېټ ډپارټمنټ وویل امریکايی چارواکې په د اېچ ټي اېس نمایندګانو سره د نګران حکومت په هغه اصولو خبرې اترې کوي امریکا او په سیمه کې د امریکې اتحادیان پې د اردن په عقبه ښار کې متفق شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

امریکې شام سره سفارتي تعلقات په ۲۰۱۲ کې قطع کړل او په دمشق کې يې سفارتخانه وتړله.
د ډسمبر په اتمه نېټه باغیانو د اسد حکومت نسکور کړو اود ۱۳ کلونو د خانه جنګۍ وروسته هغه په جلاوطنۍ مجبور کړو. په کوم رفتار چې باغیانو دمشق ونیول پوښتنې يې راپورته کړي دي د اقتدار امناک انتقال به یقیني کړی شي او که نا؟

باغیانو د دریو میاشتو دپاره نګران اتنظام مقرر کړی دی چې مشري يې محمد البشیر کوي. د دې نه مخکې د هغه د ادلب ښار د انتظاميي مشر و.

واشنګټن په کال ۲۰۱۳ کې الشرع ترهګر نامزد کړو او ويې وېل په عراق کې القاعدې هغه د اسد حکومت د ختمولو او په شام کې شریعت د نافذ کولو ذمه واري ورسپارلې ده. واشنګټن وویل د اېچ ټي اېس پېش رو ډلې جبه نصره ځانمرګي حملې کړي چې ملکي خلک په کې وژل شوي دي او پرتشدد فرقه ایز نظریات لري.

د امریکې صدر جوبایډن او د هغه مرستیالانو د اسد حکومت ختمېدل د شام ولس دپاره تاریخي موقعه چې د لسیزو راهسې د هغه جابرانه حکومت دلاندې يې ژوند کولو خو دا خبرداری يې هم کړی چې شام د خطراتو او د غیریقینۍ سره هم مخامخ دی.

واشنګټن په دې اړه تشویش لري داعش د دې موقعې نه ګټه اخیستلی او بیا سر راپورته کولی شي. واشنګټن د شام په شمال مشرقي علاق کې د ترکي او د امریکا حمایت یافته حریفو ډلې ترمنځ جګړه ختمېدل غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG