لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د پښتنو د نیونې اؤ ځورونې خلاف وکیلانو اؤ د مدني ټولنې غړو احتجاجي لاریون کړی


د احتجاج کونکو وینا وه چې څو ورځې وړاندې تحریک انصاف ګوند په سرښار اسلام اباد کې احتجاج کړی و او له هغې وروسته د پښتنو د نيونې لړۍ چټک شوې ده
د احتجاج کونکو وینا وه چې څو ورځې وړاندې تحریک انصاف ګوند په سرښار اسلام اباد کې احتجاج کړی و او له هغې وروسته د پښتنو د نيونې لړۍ چټک شوې ده

په اسلام اباد کې ګڼ شمېر وکيلانو او د مدني ټولنې غړيو په سرښار کې د پښتنو د نيونو او ځورونو خلاف احتجاجي لاریون کړی دی.

وکیلانو د حکومت او امنیتي ادارو نه غوښتنه کړې ده چې د پښتنو بې علته نيونې او ځورونې دې بندې کړي خو د اسلام اباد پوليسو د پښتنو د بې ځايه نیونو او ځورونو تورونه رد کړي دي.

اسلام اباد کې په شوي احتجاجي لاریون کې د وکيلانو ترڅنګ د بشري حقونو فعالانو او صحافيانو هم ګډون کړی ؤ.

د احتجاج کونکو وینا وه چې څو ورځې وړاندې تحریک انصاف ګوند په سرښار اسلام اباد کې احتجاج کړی و او له هغې وروسته د پښتنو د نيونې لړۍ چټک شوې ده.


د اسلام اباد کې میشت یو وکیل مصدق عزيز خټک وي او اې ډیوه ته وایي د هغوي وړومبۍ غوښتنه دا ده چې کوم پښتانه بې ګناه نيول شوي دي هغه باید خوشې کړل شي.

هغه وایي څومره کسان چې د پوليسو سره په حراست کې دي او هغه په کوم جرم کې ککړ نه دي یا خو دې عدالت ته پېش کړل شي اؤ یا دې خوشې کړل شي.

"ددې نه علاوه کوم کسان چې دوي( پولیسو) سره پراته دي اف د ريکارډ نه یې عدالت ته پېش کړي او نه یې بلې ادارې ته پېش کړي دي هغه دې په رېکارډ باندې راولي او د راروان وخت دپاره دا څيز دې په مکمله توګه ختم کړي"

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پوليسو ویلي چي د نومبر په 26 مه یې د تحريک انصاف ګوند د 900 څخه زيات کارکنان نيولي دي چې زياتره يې د خېبرپښتونخوا اوسيدونکي وو.

د اسلام اباد وکيلانو پوليس د پښتنو په ضد امتيازي چلند باندې تورن کړي دي.

د سپریم کورټ وکیل عطاالله کنډي ډيوه سره خبرو کې وایي" په خېبر پښتونخوا کې له وړاندې داسې تحریک شروع دی چې پښتانه مظلوم ګڼي او حکومت د هغوي سره معامله نه شي کولس، که دا کار کله په اسلام اباد او په پنجاب کې شروع شو نو دا به ډېر خطرناک شي."

دا اسلام اباد پوليسو د پښتنو د نيولو تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې يوازې هغه کسان یې نيولي دي چې د تحريک انصاف ګوند په احتجاج کې شامل وو او یا په جرمونو کې ککړ وو.

خو اکبر خان چې ځوي ایاز خان یې پوليسو نیولی دی ، ډیوه ته وایي ځوي یې د تحريک انصاف په مظاهره کې ګډون نه و کړی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


هغه وایي "مونږ پښتانه يو او زموږ سره ظلم کېږي، د ترنول تاڼې څخه یې بيولی دی، او په سکرټريټ تاڼه کې یې اچولی دی او که هغه افغانی وي نو بيا د هغه د پاکستان شناختي کارډ د چا دی ؟"

عوامي نیشنل پارټۍ هم تور لګولی، چې د تحريک انصاف ګوند د 26 نومبر له احتجاج وروسته اسلام اباد کې د خېبرپښتونخوا خلک ځورول کېږي او په زرګونو بې ګناه پښتانه نيول شوي اؤ بندي کړل شوي دي.

د یو نیول شوي تن پلار فضل بهايي ډیوه ته وایي په ځوي یې پولیسو تور پورې کړی چې احتجاج ته راغلی ؤ، پټرول او ډنډا ورسره وه خو وایي هغه سره يو شی هم نه وو، کور ته تلو او خور یې ناروغه وه، د هغې لپاره یې دارو راوړل چې پولیسو د 26نمبر چونګي څخه ونيولو.

د بشري حقونو خپلواک کمېشن اېچ ار سي پى هم د پښتنو په نيولو او په نسلي بنيادونو د هغوي په هدف کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او په ایکس رسنۍ یې خپل بیان کې د اسلام اباد په پوليسو غږ کړی چې باید له داسې کړنو ډډه وکړي چې د هېواد د بېلابېلو اوسیدونکو ترمنځ د ویش سوب ګرځي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG