لاس رسیدونکی لینک

 
په تورخم د پاکستاني او طالب چارواکو خبرو کومه نتيجه نه ده ورکړې، دروازه لا هم تړلې پرته ده
تازه خبر

په تورخم د پاکستاني او طالب چارواکو خبرو کومه نتيجه نه ده ورکړې، دروازه لا هم تړلې پرته ده


د تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم بنده پرته ده، خو د پولې بندېز په اړه پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ ناسته کې ویل شوي، پاکستان به خپلې غاړې ته په تورخم کې هيڅ نوې پوستې يا ودانۍ نه ده جوړه کړې او که په شته ودانيو کې څه کار کېږي نو بل لوري ته به دغه معلومات د وړاندې نه ورکولی شي.

په پوله موجود يو چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي، د پاکستاني او طالب چاوراکو ترمنځ پرون خبرې شوي دي.

هغه ویلي، په ناسته کې پاکستاني لوري دغه خبره واضحه کړه او طالبانو ته وويلی شو چې په ممنوعه ځای کې څوک هم نوې ودانۍ يا تعميرات نه کوي او په نورو ځايونو کې کار کولو اجازه شته دی.

افغان طالبانو د ځواب لپاره نن ورځې وخت غوښتی وو خو تر دې وخت پورې يې خپل رسمي بيان نه دی ورکړی.

د تورخم د بندیز له امله د مال وړونکو ګاډو ډرايوران او مسافر وايي، د سختو ستونزو سره مخ دي.

اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د تورخم او نورو لارو د تړل کېدو له کبله دوه اړخيزه تجارت ورځ تر بلې لاندې راروان دی.

اقتصاد پوه او سوداګر زاهدالله شينواری وايي، "واضحه وجه يې دا ده چې زمونږ ورسره سياسي حالات ډېر خراب شوي دي او مونږ دوی سره هيڅ رقم خبري اترې نه دي روانې او نه تجارتي مذاکرات روان دي او نه وړيا تجارت خبره روانه ده".

د تورخم دروازه د ۲۱مې فرورۍ د شپې ۱۱ بجو راهسې وروسته له هغې وتړلی شوه چې افغان طالبانو په تورخم کې خپلې غاړې ته ودانۍ يا تاسيسات کول.

دغه پوله دې نه وړاندې څو وارې د سوداګرۍ او مسافرو لپاره په ۲۰۲۴ کال کې د ګاډو سفري اسنادو ټېډ، کوکېخېل قام کډوالو د پرلت او په ۲۰۳۳ کال کې څلور وارې د ويزو، ناروغانو او د نښتو په سر تړل شوې وه.

تورخم کې ايسار شوی مسافر بارات خان وايي، "زه لاهور نه راغلی يم او مريض دې راسره خو اوس ډېرو ستونزو سره مخ شوي يو ځکه چې پيسې راسره نشته او ډېر مفلسه شوي يو، مونږ سره ښځې دي ماشومان دي او ډېره يخښني ده نو مونږ دواړو دولتونو نه دا غوښتنه کوو چې دا دروازه دې مسافرو پرمخ خلاصه کړي چې مونږ لاړ شو خپل وطن ته".

په تورخم کې امنيتي سرچينې وايي نن د لارې خلاصېدو په اړه د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو يو لوړ پوري پلاوي ترمنځ بلې ناستې کېدو امکان دی.

د ګاډو ډرايوران وايي د څو ورځو راهسې يې د مالونو ډکې لارۍ په لاره کې ولاړې دي او هره ورځ تاوان سره مخ کېږي.

اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د تورخم پشمول نورو سرحدي لارو تړل کېدو له کبله افغانستان سره سم مرکزي ايشيايي هيوادونو سره هم دوه اړخيزه سوداګري اغېزمنه کېږي او سوداګرو ترمنځ بې باوري جوړيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG