لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډرایورانو سره د اسنادو د نشتوالي له کبله تورخم لاره په دویمه ورځ بنده، چمن پوله هم په بندېدو ده


د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تورخم دروازه نن په دويمه ورځ هم د هغو مال وړونکو ګاډو د تګ راتګ د پاره ټرل شوې چې کومو سره ټېډ په نومې اسناد يا ويزه نشته. په چمن کې هم د ټرکونو چلوونکي وایي د لنډمهاله داخلېدو اسنادو د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخ دي.

ډرايورانو سره د عارضي اجازت نامې يا سفري اسنادو د نيشتوالي له امله په سلګولو شمېر کې د مالونو ډک او تش ګاډي د تورخم کرښې دواړو خواؤ ته بند پاتې دي شوي دي.

د پاکستان دقامي اسمبلۍ د خارجه چارو د قایمه کمېټۍ د غونډې په مهال د خارجه چارو سېکتر سایرس سجاد قاضي دا خبره په ډاګه کړې چې پاکستان خپله هغه موجوده پاليسي له منځه وړې چې له مخې یې ډرايورانو ته په عارضي اسنادو په پوله د اوښتو اجازه ورکول کیده.

په ډان ورځپاڼه کې د خپور رپورټ له مخې پاکستان ته ننوتلو لپاره اوس پاسپورټ اؤ ویزه لازمي دي.

ډرايوران وايي سفري اسنادو ترلاسه کولو کې مشکل لري او له دې کبله يې روزګار اغېزمن شوی دی.

افغان ډرايور ګل محمد وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي "مونږ باندې به د دې ډېر غټ تاثير وشي ولې چې مونږ سره پاسپورټ شته خو ويزه پرې نشته او بې ويزې مونږ تګ راتګ نه شو کولی".

هغه وایي "ټېډ يا سفري اسناد مونږ سره نشته نو مونږ به ترڅو پورې دلته ولاړ يو او يوه او دوه ورځې به ودريږو نو دې سره مونږ ته تاوان رسيږي،مونږ ته خو هسې هم تاوان کيږي خو دوي ته هم کېږي او چې ټرانسپورټ روان وي نو څه ګټه دوئ ته او څه زمونږ ملک ته رسي او داسې خو دواړو ته فایده نه رسي او مونږ په شخصي توګه ډېر تاوان سره مخ کېږو".

د سوداګرۍ د مرکزي وزارت له خوا د جولايي په ۳۰مه په يوه اعلاميه کې ويل شوي وؤ د اګست وړومبۍ نېټې نه به افغانستان ته اوښتونکو ګاډو ته د ټېډ يا سفري اسنادو، پاسپورټ او ويزې د نيشتوالي له امله په تورخم پوله د مالونه وړلو او راوړلو اجازه نه ورکول کېږي.

په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي وؤ چې ټرانزټ تجارت به روان وي او هغې باندې ټېد يا سفري اسناد ترلاسه کول لازمي نه دي .

افغان ډرايوران وايي د ګاډو ودرېدو د لاسه ورته مالي زيان رسيږي.

په تورخم بند پاتې شوی یو بل ډرايور محمد نظر ډیوه سره خبرو کې وایي دوي ته ټېډ ډير مشکلات پیدا کړي دي او "په سلو کې پينځوؤ تنانو جوړ کړی او پاتې ۹۵ تنانو ټېډ نه دی جوړ کړی او مونږ ته مشکل دی"

د هغه په خبره "مخکې به دواړو غاړو ته تلو راتلو، بيا يوې غاړې ته او اوس يې دواړو غاړو ته بند کړو نو مونږ له ټېډ يا سفري اسناد په تورخم کې راکړئ چې اساني راته پيدا شي او مونږ خو هر وخت خوار يو، بېګاه له مو پينځمه شپه ده او تاسو دا زما حال وګورئ"

په تورخم کې د کسټم يا ګمرک محکمې چارواکي وايي ځينې خلک دا ګڼي چې تجارت د ځنډ ښکار شوی خو دوه اړخيزه تجارت او ټرانزټ روان دی او سفري اسناد نه لرونکو ته د تلو راتلو اجازه نه ورکول کېږي.

د روان کال په مارچ مياشت کې د پاکستان حکومت يو لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و اوهلته افغان طالب چارواکو سره له ناستې وروسته ډرايورانو ته د ويزې پرته د ځانګړې اجازت نامې په ورکولو باندې سلا شوي وو.

تاجران وايي د پاکستان اوافغانستان ترمينځ تجارت زیاتره د سياست او په سرحدونو د امنيتي ستونزو ښکار شوی او زيان يې زیاتره تجارانو او د دواړو هېوادونو اقتصاد ته رسيږي.

د پاکستان او افغانستان د تاجرانو د مشترکه تنظیم مشر خان جان الکوزي په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي وؤ د هند او چين، د ايران او پاکستان، په یورپ او امريکا او د روس او نورو ملکونو په مينځ کې مسلې پېدا کېږي مګر ټرانزټ او تجارت دوام لري.

هغه ویلي هيله یې دا ده چې د پاکستان حکومت او افغان طالبان به اقتصاد په سياسي کشالو ورګډ نه کړي. "مونږ هيله لرو خو تر اوسه پورې ډېر هيله مند نه يو خو کومې خبرې چې مېز په سر شوي نو بايد هغه عملي کړئ شي".

د مارچ په ۲۸مه پاکستان او د طالبانو حکومت د ټرانزټ او دوه اړخیز تجارت په اړه په کابل کې دوه ورځنۍ غوندې وروسته تړون لاسلیک کړی و او سلا شوي وو چې د تجارت په لاره کې خنډونه به لرې کوي.

د پاکستاني اؤ افغاني تجارانو د ګډ سازمان رابطه کار ضياالحق سرحدي وايي د افغانستان سره په تجارت کې خنډان لرې کړی شي نو د پاکستان نه یوازې د مرکزي اېشیا بلکې د یورپ تجارتي مارکېټ ته هم لاس رسي کېدلی شي.

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي "پکار ده چې دواړه هېوادونه په دې خبرو فکر وکړي او په تجارت کې رامينځ ته شوي خنډونه لرې کړي او حل يې راوباسي چې تجارت روان شي."

اقتصاد پوهان وايي که پاکستان د افغانستان سره تجارت کې د ستونزو لرې کولو هڅې ونه کړي نو د افغانستان مارکيت په مکمله توګه د لاسه ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG