لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د نوي ټېکسونو په ضد د تاجرانو په احتجاج کې دوکانونه او کاروبارونه تړل شوي وو


په خېبر پښتونخوا کې د کاروباریانو د اتحادیي جنرل سيکرټري احسان الله باچا وي او اې ډیوه ته وويل، خېبرپښتونخوا کې کاروبارونه، بازارونه په بشپړ ډول تړل شوي دي خلک پوهه شوي دي چې ناجايزه ټېکسونه لګول شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې د کاروباریانو د اتحادیي جنرل سيکرټري احسان الله باچا وي او اې ډیوه ته وويل، خېبرپښتونخوا کې کاروبارونه، بازارونه په بشپړ ډول تړل شوي دي خلک پوهه شوي دي چې ناجايزه ټېکسونه لګول شوي دي.

ټول پاکستان کې د تاجرانو او دوکاندارانو اتحاديو نن په 28م اګست د حکومت لخوا د لګول شوو ټېکسونو پرضد کاربند کړی و او د ملک په لويو او وړو ښارونو کې کاروباري مرکزونه تړلي پراته وو.

د پاکستان د لوی صنعتي ښار کراچۍ ترڅنګ په سرښار اسلام اباد، لاهور، پېښور او کوټه او په نورو ښارونو کې بازارونه او مارکيټونه احتجاجًا بند کړل شوي وو.

په خېبر پښتونخوا کې د کاروباریانو د اتحادیي جنرل سيکرټري احسان الله باچا وي او اې ډیوه ته وويل، خېبرپښتونخوا کې کاروبارونه، بازارونه په بشپړ ډول تړل شوي دي خلک پوهه شوي دي چې ناجايزه ټېکسونه لګول شوي دي.

هغه وويل، نه يواځې په غټو ښارونو او بازارونو کې کاروبارونه او بازارونه، دوکانونه تړل شوي بلکې د کليو ترحده هم کاربنديز دی او نوموړی وايي، کامیاب کاربندیز، شټرډاون یې کړی دی.

هغه وويل، د ملک په مرکزي کچه د اتحادیې د مشرانو فيصله ده، که په ننني کاربنديز حکومت په دوکاندارانو لګولي ټېکسونه واپس نه کړل، دوی به په راتلونکې کې دوه ورځې کاربنديز کوي خو د حکومت لخوا لګول شوو ټېکسونو ورکولو ته تيار نه دي.

پاکستان کې د ټېکسونو مرکزي ادارې ایف بي آر د روان مالي کال په قامي بجټ کې په دوکاندارانو اېډوانس مالیه يا ټېکس، په نان فایلرز 2.5 فیصدو ته زیاته کړی دی.

اېف بي آر وایي په هيواد کې 32 لکه دوکانداران د ټېکسونو د جال نه بهر دي او د اپرېل د میاشتې راهسې یواځې 58,000 دوکاندارانو خپل ځان رجسټرډ کړی خو سوداګر وایي هغوي د وړاندې نه حکومت ته ټېکس ورکوي او تاجر دوست سکيم هغوی ته د تاوان سبب جوړيږي.

ایف بي آر وایي 32 لکه د هول سېل او پرچون کاروباریان د ټیکسونو د جال نه بهر دي او غواړي چې سوداګرو نه فېکس ټيکسونه واخلي.

ایف بي آر روان کال د اپرېل په میاشت کې تاجر دوست نومې سکيم متعارف کړی چې پکې په دوکاندارانو، هول سېلرانو او مختلفو کمپنو د دوکان د قیمت په سر مالیه لګول شوې، دا مالیه د 1200 روپو نه تر 240000 روپو پورې د یو دوکان په سر جوړیږي.

تاجران او دوکانداران وایي د هغوی نه دې د امدن په بنياد ماليه واخستل شي.

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، د تاجرانو کاربنديز کامياب دی ټول هر څه بند دي، خو نه ښکاري چې د دوی د ټېکسونو پرضد غوښتنې به ومنل شي.

د وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، ځکه د تاجرانو د اتحاديې مشرانو وړاندې د اېف بي آر د مشر سره خبرې شوي، خو د هغې کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې، او تاجران وايي چې د اېف بي آر د مشر په لاس کې څه نشته.

تاجران وايي، د وزيراعظم شهباز شریف سره ليدل غواړي، خو وزيراعظم ورسره ځکه نه مېلاويږي چې د پاکستان حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف سره د پور د پروګرام په لوظنامه کې د ټېکسونو ژمنه کړې ده، چې په ټولو به ټېکسونه لګوي، ځکه د دوکاندارانو د ټېکسونو لګول د فيصلې بيرته اخستل ګران ښکاري.

د پاکستان د وزيراعظم رابطه کار رانا احسان افضل ویلي، حکومت ډيجيټايزېشن خوا ته تلو ته ژمن دی، داسې نه شي کېدی چې په تنخاداره او يوه مخصوصه طبقه ټېکس او ټول بوج پې واچول شي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه نوموړي ويلي، د ټېکسونو په حواله د تاجر اتحاديو سره خبرو کې تيار دي خو په فشار به کې را نه شي.

هغه ويلي، که تاجران ګڼي چې حکومت غلط کوي، نو حکومت ورسره خبره کولی شي، خو وزيراعظم د اېف بي آر نوې تنظيم سازي کوي او ټولو ته به ټېکس ورکول وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG