د پاکستان وزیراعظم عمران خان به د امریکا په خپل لومړي سفر کې د جولايي په ۲۲مه نېټه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ سره په واېټ هاوس کې ویني. د پاکستان او امریکا تر منځه په تیرو وختونو کې خرابو اړیکو په ترڅ کې په امریکا کې مېشت یو شمیر څیړونکي د صدر ډانلډ ټرمپ او وزیراعظم عمران د لیدو کتو او د دغې نتیجو په اړه محتاطه رايې ورکوي او زیاتوي د دواړه هیوادنو تر منځ بد اعتمادي او بې باوري لا هم ډیره ده او د دغې ختمولو لپاره به یو شمیر ګامونه اخستل وي.
یو شمیر څیړونکي دا امکان څرګندوي چې د پاکستان وزیراعظم به په دې سفر کې د امریکايي صدر څخه پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو د څار ادارې (اېف ای ټي اېف) یا فاېننشل اېکشن ټاسک فورس لخوا د تور نوملړ یا بلېک لسټ نه بچ کولو، تجارتی مراعاتو، د ايي اېم اېف لخوا د قرضونو شرطونو اسانولو او کولېشن سپورټ فنډ د لاندی بند کړل شوی امدادبیا پرځای کولو غوښتنه کوي.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا به د پاکستان نه په افغانستان کی د سولې روانو هڅو کې د مرستو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کی د زیاتې همکارۍ او نورو غوښتنو تر څنګ د ډاکټر شکیل افریدی د خوشي کولو غوښتنه هم کېدی شي.
په تیرو پېنځه کلونو کې به عمران خان د پاکستان دوېم وزیراعظم وي چې په واېټ هاوس کې به مېلمه کیږي. د عمران خان وړاندې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف د امریکا پخوانیولسمشر باراک اوباما سره د کال ۲۰۱۵ اکتوبر په میاشت کې لیدنه کړې وه. په کال ۲۰۱۷م کې شاهد خاقان عباسی د پاکستان اخیری وزیر اعظم وو چې د صدر ډانلډ ټرمپ سره يې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې غیررسمي لیده کاته کړي وو.
د واېټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ لخوا دجولايي په ۲۲مه د صدر ټرمپ او عمران خان د ملاقات په اړه په رسمي بیان کې وېل شوي چې په دغه ملاقات کې به د دواړه هیوادونو تر منځه خپل منځي اړیکو، تجارت، ترهګرۍ پرضد مبارزې او د سیمې امنیت په اړه خبرې اترې کیږي. خو د واېټ هاوس په دغه بیان کې د افغانستان څه ذکر نه دی شوی.
په واشنګټن کې څیړنیزې ادارې وډرو ولسن سنټر د سویلي اسیا او پاکستان په اړه پوهان ماېکل کوګلمېن د امریکايي صدر او پاکستاني وزیراعظم د لیدنې په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي د خبرو اترو بنیادی ټکی به افغانستان وي ځکه افغانستان کی د سولې تړون خوندي کول په سویلي اسیا کې د امریکا تر ټولو لوې هدف دی. نوموړی زیاتويپه تیرو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان تر منځهاړیکو کې افغانستان د دواړه هیوادونو تر منځه د اختلاف لوې علت پاتی دی.
خو یو شمیر څیړنکاران بیا په دې نظر دي چې په تیرو څو کلونو کې دواشنګټن او اسلام اباد ترمنځه اړېکې د افغانستان او ترهګری پر ضد مبارزی نه پېلیږي او هم په دغې پایې ته رسیږي.
واشنګټن او اسلام اباد ترمنځه اړیکو کې ښه والی اوس ولې؟
د امریکا او پاکستان په اړیکو نظر لرونکي یو شمیر پوهان د دواړه هیوادونو د اړیکو راتلونکی د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو اترو سره تړي او په دې دلیل کې د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي لخوا د می په میاشت کې هغه بیان ته اشاره کوي چې پکې نوموړي ویلي وو د امریکا او طالبانو تر منځه د روانو خبرو اترو پرمختګ به د صدر ټرمپ او عمران خان د ملاقات لاره هواره کړي.
په نیویارک کې مېشت د سویلي اسیا په اړه څیړنیزې ادارې وېراېزنګ کنسلټنګ مشر عارف رفیق هم د صدر ټرمپ لخوا عمران خان ته بلنه د افغانستان په اړه خبرو کی پرمختګ سره تړي. نوموړی وايي ٫٫ زما په نظر د دې سفر بنیادیمقصد افغانستان کی د امن راوستو د پاره کوښښونو په اړه خبرې دي.٬٬ ښاغلی عارف رفیق زیاتوي چې په تیرو وختونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو کی لږ ښه والی راغلی ځکه د امریکا لخوا په پاکستان نیوکې هم سېوا شوې وې. او د دواړه هیوادونو تر منځه اړیکو کې د ښه والي یوه نخښه د روانې میاشتې په ۳مه نېټه د اسلام اباد په خواست د امریکا لخوا د بلوچ ملت پاله وسله واله ګوند بلوچستان لېبرېشن ارمي یو ترهګر سازمان وګرځوو.
په تیرو څو اونیو کې د امریکا او افغان طالبانو تر منځه د سولې خبرو اترو کې پرمختګ نه وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځه تاو تریخوالي کې هم کمی راغلی. د دغه خبرو اترو په وخت کې درې مهمې پېښې هم رامنځ ته شوې چې پکې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان سفر، د افغانستان صدر اشرف غني د قامي امنیت سلاحکار حمدالله محب او د ګلبدین حکمتیار په شمول د یو شمیرنور افغان سیاسي مشرانو پاکستان ته سفر هم شامل دی.
د وي او ای ډیوه سره د خبرو اترو په وخت عارف رفیق د امریکايي او پاکستاني مشرانو لیدنه د اړیکو یو ښه پېل بللي خو زیاتوي چې د دغې نه زیاتې تمې نه دي ساتل پکار ځکه دا مهال د دواړه هیوادونو سټراټیجیکي ګټې د یو بل نه جلا دي.
نوموړی زیاتوي چې دا مهال په سیمه کې د هندوستان او افغانستان په شان هیوادونه پاکستان د خپلې قامي سلامتیا لپاره خطر ګڼي، هم دغه هیوادونه د امریکا نژدې ملګري هیوادونه دي. په سویلي اسیا کې د امریکا په لویو اهدافو کی یو په افغانستان کې امن راوستل او ترهګري کمول او هند د چین په مقابله کی یو لوې پوځی او اقتصادی قوت جوړول دي.
ښاغلی رفیق زیاتوي د پاکستان نه د امریکا هر قسمه غوښتنې د دغه دواړو اهدافو په تناظر کې کیدی شي.
پاکستاني چارواکي د صدر ډانلډ ټرمپ او عمران خان لیده کاته د دواړه هیوادونوتر منځه کړکیچنو اړیکو ښه کولو موقع ګڼي. خو د عارف رفیق په وینا د ټرمپ او عمران خان دغه ملاقات سره د امریکا لخوا پاکستان ته د اقتصادي مرستو بیا پېلولو امکان کم ښکاري.