لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماېک پمپیو او نېکی هیلي به د حکومت برخه نه وي: ډانلډ ټرمپ


د امریکا منتخب صدر ډانالډ ټرمپ ویلي چې ماېک پمپیو او نیکي هیلي به یې د راتلونکي حکومت برخه نه وي.

ماېک پمپیو د ټرمپ د صدارت په لومړۍ دوره کې د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي ايي ای مشر و او نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وه چې وروسته یې ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د ټرمپ په مقابل کې هم کاندید کړی و.

ډانلډ ټرمپ تېره شپه (نومبر ۹) په ټولنیزې رسنۍ لیکلي چې د دې دواړو سره په لومړۍ دورې کې د کار کولو له کبله خوښ دی او د خدمت کولو په خاطر یې له هغوي مننه کړې.

ټرمپ لیکلي، "زه به پخوانې سفیرې نیکې هیلي یا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ته بلنه ورنکړم چې د ټرمپ ادارې برخه شي چې اوس د جوړیدو په حال کې ده".

ډونالډ ټرمپ د ګڼ شمیر جنایي او حقوقي قضیو له کبله محکوم شوی هم دی خو د دې ټولو سربیره یې د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوندصدارتي کاندید وو او د صدر جو بایډن مرستیالې، کاملا هریس ته یې ماتې ورکړه.

ویل کیږي چې ډونالډ ټرمپ د نومبر پنځمې نیټې صدارتي انتخاباتو ګټلو وروسته د خپل حکومت کابینې جوړیدو لپاره د کاندیدانو سره لیده کاته کوي.

راېټرز خبري ادارې تېره ورځ ویلي وو چې ټرمپ د نوموتي پانګه وال سکاټ بیسینټ سره کتلي چې ښایي د خزانې وزیر په توګه ونومول شي.

سره لدې چې نیکي هیلي د ۲۰۲۴ کال په ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې په ټرمپ سخت انتقادونه کړي و او تر وروستۍ شیبې د ټرمپ سره په سیالۍ کې ولاړه وه خو وروسته یې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ‌ سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

پمپیو او هیلي تر اوسه د ټرمپ په پریکړې تبصره نده کړې. خو تر دې وړاندې داسې ګنګسې وې چې ښایي د ډانالډ ټرمپ د حکومت په نوې کابینې کې د دفاع وزیر وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG