صدر ډانلډ ټرمپ دا خبره واضحه کړې ده چې چین سره به مقابله کوي او مصنوعي ذهانت او د دې ټېکنالوجۍ د چلولو دپاره ضروري بنیادي اډاڼې ته وده ورکولو دپاره به امریکا په جارحانه ډول په خپله تګلاره عمل کوي.
د صدارت په وړمبۍ ورځ ټرمپ د مخکني صدر جوبایډن هغه حکمنامه منسوخ کړه چې د ارټېفېشل اېنټېلېجنس یا مصنوعي ذهانت د پرمختګ په لړ کې يې ځينې قدغنونه ځای په ځای کړي وو او په کې د شخصي رازدارۍ، شهري حقونو او د قومي سلامتیا د تحفظ دپاره يې ګامونه تجویز شوي وو.
یوه ورځ وروسته ټرمپ د اوپن ای ايي مشر سېم الټمېن، د اورېکل مشر لېري اېلېسن او د سافټ بېنک مشر مسایوشي سن سره ولېدل او د ای ايي بنیادي اډاڼې ته ترقي ورکولو دپاره يې د سټارګېټ نومې منصوبې دلاندې د ۵۰۰ بېلین ډالرو مالیت سرمایه کارۍ اعلان وکړو.
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وویل په سټارګېټ به کار په سمدستي توګه شروع کړی شي چې په ای ايي کې جدید پرمختګونه وکړي او په کې به لوی لوی ډېټا سېنټرې جوړېږي.
ټرمپ لوظ وکړو چې غواړي ای ايي په امریکا کې دننه وساتل شي او دې ټېکنالوجۍ ته ترقي ورکولو دپاره د بېړني حال اعلان هم کوي. هغه وویل چین او نور ملکونو په دې مېدان کې امریکې سره مقابله کوي.
د ټېکنالوجي مشرانو د ټرمپ ستاینه وکړه.
د ای ايي مشر الټمېن وویل ای ايي د دې دور د ټولو نه اهمه منصوبه ده او د ټرمپ د مرستې نه بغېر په کې پرمختګ نه شي کولی.
څېړونکي وايي داسې ښکاري چې ټرمپ سنیجده دی چې د ای ايي په مېدان کې د امریکې بالادستي برقرار وساتي.
اوپن ای ايي چې چېټ جي پي ټي يې تیار کړی، د مایکروسافټ په ډېټا سېنټرو انحصار کوي. دې کمپنۍ د بایډن حکومت سره د ډېټا سېنټرو د جوړېدو په لړ کې د خنډانو ذکر کړی و.
اوپن ای ايي دا میاشت په یوه مقاله کې وویل په نړیوال کچه ای ايي د پرمختګ دپاره د ۱۷۵ بېلین ډالرو سرمایه کاري موجوده ده او که چېرې امریکا دا سرمایه ترلاسه نه کړي نو د چین لاسو ته به ورشي او د مقالې په قول په نړیواله کچه به د چین د کمېونسټ پارټۍ اثررسوخ قوي کړي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ چې ټرمپ د صدارت سوګند پورته کړو نو د صدارتي حکمنامې دلارې يې د تېلو په لټون او د بجلۍ په پېدا کولو محدودیتونه يې لرې کړل.
د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د یوې دستورې په مهال ټرمپ دې خبرې ته هم پام وګرځولو چې د ای ایي ډېټا سېنټرې ډېرې بجلۍ ته ضرورت لري او هغه به د سټارګېټ او د نورو شخصي کمپنو دپاره لاره خلاصوي چې د توانای د جوړولو په منصوبو کې سرمایه کاري وکړي.
که یو خوا ټرمپ د توانای په پېداوار د بایډن د حکومت بندیزونه لرې کړل خو بلخوا يې د ای ايي سره تړلې جدید ټېکنالوجۍ د چین په لاس رسي د بایډن د وخت بندیزونه برقرار وساتل.
Forum