لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ملګرو ملتونو دپاره سفیره نامزد کړه


ټرمپ په خپل بیان کې وویل سټيفانېک يې د خپلې کابينې د غړي په حېث د ملګرو ملتونو دپاره سفیره نامزد کړه. هغه زیاته کړه چې سټیفانېک په بې مثاله توګه مضبوطه، هوښیاره او د امریکې دپاره جنګېدونکي مېرمن ده
ټرمپ په خپل بیان کې وویل سټيفانېک يې د خپلې کابينې د غړي په حېث د ملګرو ملتونو دپاره سفیره نامزد کړه. هغه زیاته کړه چې سټیفانېک په بې مثاله توګه مضبوطه، هوښیاره او د امریکې دپاره جنګېدونکي مېرمن ده

د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړې الیس سټيفانېک د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې سفیره غوره کړه.

ټرمپ د خپلې فېصلې اعلان د ګل، دوشنبې، په ورځ روېټرز خبري ادارې ته په یو بیان کې وکړو.

ټرمپ په خپل بیان کې وویل سټيفانېک يې د خپلې کابينې د غړي په حېث د ملګرو ملتونو دپاره سفیره نامزد کړه. هغه زیاته کړه چې سټیفانېک په بې مثاله توګه مضبوطه، هوښیاره او د امریکې دپاره جنګېدونکي مېرمن ده.

سټیفانېکن د نیویارک نه د کانګرس منتخب غړې او د ټرمپ کلکه حمایتي ده. په سمدستي توګه د هغې دریځ نه و دستیاب.

ټرمپ د خالي، شنبې، په ورځ وویل نېکي هېلي چې په یو وخت کې په صدارتي زغل کې شامله وه او په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیره هم وه، او پخوانی خارجه وزیر مایک پامپېيو، به په کابینه کې نه شاملوي.

د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کولو نه مخکې ټرمپ په کابینه کې د ممکنه غړو سره ملاقاتونه کوي.

روېټرز د جمعې په ورځ دا خبر ورکړی و چې ټرمپ د سرمایه کار سکاټ بېسېنټ سره هم لیدلي دي. د بېسېنټ په اړه وېل کېږي چې د ټرمپ په کابینه کې د خزانې د وزارت امیدوار کېدلی شي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG