لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: د ټي ټي‌ پي سره مذاکراتو کله هم نتیجه نه ده ورکړې


د افغان طالبانو لخوا د پاکستان د حکومت او ټي ټې پي تر مينځه د مذاکراتو له وړاندیز وروسته څيړونکي وايي ټي ټي پي او د پاکستان حکومت ترمنځ اکثره مذاکراتو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

خو د خېبر پښتونخوا حکومت وياند بېرسټرمحمد علي سېف وايي د مذاکراتو په اړه پرېکړه د حکومت او رياست زمه واري ده خو په شخصي توګه ګڼي چې د ټي ټي پي سره د مسلو د هواري لارې لټول پکار دي۔

څيړونکي وايي د مزاکراتو د بيا بيا ناکامۍ له وجې د دواړو ډلو په يو بل اعتماد کم شوی دی، مخکنیو مذاکراتو کې خلاف ورزۍ د حکومت او يا د ټي ټي پي لخوا شوي چې معاهدې ورسره ماتې شوې دي. دوي زیاتوي تېرو مذاکراتو، اوسنۍ حکومتي پاليسۍ او د ټي ټي پي غوښتنو ته په کتو ښکاري چې د دواړو ډلو ترمېنځ د سولې مذاکرات شروع کول او کاميابول به وخت وغواړي۔

څېړونکی اؤ خبریال فخر کاکا خېل وایي،ټي ټي پي يو مخصوص ځاي غواړي چې هلته به د پاکستان د رياست واکداري نه وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي پاکستاني طالبانو ته د خپل تحفظ ضمانت یاګارنټي پکار ده، هغوي له دا هم ګارنټي پکار ده چې خپل دود اؤ رواج په دغه علاقه جاري وساتي، او پاکستان دې ته تيار نه دی۔
د هغه په خبره "زه دا ګڼم چې که هر څومره جنګ وغځيږي نو اخري حل يې مذاکرات دي"

پاکستان د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات کړي وو او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړه او بريدونه يې پېل کړل چې له هغې وروسته په پاکستان کې وسله وال بريدونه زيات شوي دي.

د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه سږ کال په لومړیو دریوؤ میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او پرضد عملیاتو کې یې د ترهګرو په ګډون ۴۳۰ کسان وژل شوي دي. پاکستان اکثره د وسله والو له بريدونو وروسته تور لګوي چې ترهګر پاکستان کې د بریدونو د پاره د افغانستان خاوره کاروي خو افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف وايي د مذاکراتو کولو يا نه کولو پريکړه د رياست ده خو په شخصي توګه هغه ګڼي چې د افغان طالبانو لخوا ټي ټي پي سره دمذاکراتو په شوي تجویز باید غور وشي ځکه چې دې سيمي د پاره امن ډير مهم دی۔

د بېرسټر سیف په خبره" کله چې مذاکرات کيږي نو په عامه توګه جنګ بندي کيږي، او دغه وخت تناؤ کم شي، او د تصادم په صورتحال کې لږه نرمي راشي، نو بيا د مذاکراتو لار هواريږي، او زما په خيال مونږ ته د افغان طالبانو په دې تجويز په سنجيدګۍ سره غور پکار دی"

تېره اوونۍ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته ‏مشوره ورکړې وه"په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ او روغه جوړه وکړئ"

د پاکستان حکومت ويلي د ټي ټې پي سره هيڅ قسمه مذاکرات نه کوي.

پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په ‏‎26‎م مارچ د یو پاکستاني ټي وي "آج" سره په خبرو کې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي ‏وو، "دا خبره باید واضحه وي چې پاکستان د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کوي اؤ نه کوم مذاکرات په پام کې لري،دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ کې ‏کومې خبرې کیږي د هغې په ایجنډه کې دا (ټي ټي پي سره مذاکرات) شامل نه دي".‏

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد د مشرۍ لاندې د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پېل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.‏

د پاکستان مخکيني نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د تېر کال 2023م د نومبر په میاشت کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو، له ټي ټي پي ‏سره "د مذاکراتو نه قطعاً انکار نه کوو، خو که هغه د رياست (پاکستان) سره سنجيده مذاکرات کوي نو لومړی به هغوی په غېر مشروط ډول وسله غورځوي. ‏د هغې وروسته به بیا مذاکرات کیږي که د هغو خيال وي چې د ټوپک په زور به یې حکومت په مذاکراتو مجبوره کړي نو دا غلط فهمي دې لرې کړي ".‏

ټي ټي پي لا هم پاکستان سره د سولې په وړاندیز څه نه دي ویلي.

څيړونکي وايي مذاکرات د شخړې د هواري غوره لار ده خو مذاکراتو شروع کولو او کاميابولو دپاره به دواړو فريقېنو ته خپلو شرائطو کې نرمي ښودل وي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG