راپورونه وائي دپاکستان دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې دزيارت په ورځ امنيتي ځواکونو سره نښته کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو کمانډر قاري بلال وژل شوى دى.
دډي ائي جي ويسټ جاويد اوډهو ترمخه قاري بلال تيره ورځ کراچۍ کې دوژل شوې سماجي کارکوونکې پروين رحمان په وژنه کې ککړ ؤ.
سرچينې وائي دکراچۍ دکورنگي په مهران ټاؤن سيمه کې درينجرز ځواکونو په مشرۍ دورانکارو په ضد کارروائي ترسره شوې چې پکې دغيرقانوني ډلو سره دتعلق لرونکو يو شمير کسانو په ضد 26 شکمن نيول شوي.
ددغو کسانو څخه په دروند مقدار کې وسلې هم لاسته راوړل شوي، کارروائي کې د1,000ؤ څخه زياتو درينجرز عسکرو برخه اخستې وه.
بلخوا دښار په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښو کې هم څلور کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دمليرددرياب څخه ددوؤ کسانو تشدد ځپلي مړي ترلاسه شوي، پوليس وائي چې دغه دواړه کسانو پخپلو کې وروڼه وؤ اؤ تيره ورځ تښتول شوي وؤ.
دښار احسن اباد سيمه کې هم ديو تن مړى ترلاسه شوى اؤ دمليرټاؤن په ماډل کالونۍ کې دډزو په يوه پيښه کې هم يو تن وژل شوى.