د ترکي موجوده صدر رجب طیب اردوان د گل، دوشنبې، په ورځ د پراخه اختیاراتو ترڅنگ د صدارت د نوي دورې سوگند پورته کړو.
د اردوان د سوگند پورته کولو دستوره په سرښار انقره کې د پارلیمنټ په ودانۍ کې وشوه او نیغ په نیغه په ټیلې وژن نشر کیدله.
په سوگند کې هغه وویل چې په بې طریفه ډول به د ترکي او د ولس د سرلوړۍ او د وقار تحفظ کوي.
د ارودان د صدارت بله دستوره هم د گل، دوشنبې، په ورځ د هغه په کور کې ترتیب شوې وه. د صدارت په نوي دوره کې به اردوان په پراخه کچه اختیارات لري چې ناقدین وايي د یو تن واکمني به قایمه کړي.
د ترکي د مطبوعاتو ترمخه، د تیرې میاشت په انتخاباتو کې اردوان ٥٣ فېصد رای واخیستې. د هغه حریف ٣١ فیصد ووټونه ترلاسه کړي وو.
د کال ٢٠١٧ د ریفرینډم یا رای پوښتنې په نتیجه کې د وزاعظم عهده ختمه کړی شوې ده او صدر ته د پارلیمنټ د برخاست کولو، د وزیرانو او د عدالتونو د قاضیانو یا ججانو د گمارلو اختیارات ورکړی شوې دي.
د ارکنایزیشن فار سکېورټي اینډ کواپریشن ان یورپ چې د یورپي هېوادونو د امنیت تنظیم دی، د ترکي د صدارتي غندنه کړې ده. یورپي تنظیم ویلي که څه هم په انتخاباتو کې ووټرانو په ازاده توگه د امیدوارانو انتخاب کولی شو خو د کمپین دپاره حالات برابر نه وو او اردوان ته په حکومتي او غیر حکومتي مطبوعاتو کې بې ځایه ترجیح ورکړی کیده.
اردوان د کال ٢٠٠٣ راهسې د وزیراعظم او د صدر په حیث کې په اقتدار کې موجود دی.