لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت او ټانک کې په دوه بريدونو کې دوه پوليس وژل شوي، څلور ژوبل


د ټانک ضلعې د پولیسو ویاند یونس کنډي وویل برید د ګومل ټاڼې په حد مانجهي خوړ سیمه کې هغه مهال شوی چې د سرشمېرنې او کور شمېرنې مامورین پخپله دنده بوخت وو
د ټانک ضلعې د پولیسو ویاند یونس کنډي وویل برید د ګومل ټاڼې په حد مانجهي خوړ سیمه کې هغه مهال شوی چې د سرشمېرنې او کور شمېرنې مامورین پخپله دنده بوخت وو

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت او ټانک ضلعو کې د کور شمېرنې او سرشمېرنې د مامورینو په تحفظ ګمارل شويو پولیسو ترهګرو بيل بيل بریدونه کړي چې په کې دوه پولیس وژل شوي اوڅلور نور ژوبل شوي دي. بل لور ته د ډېره اسماعیل خان پولیسو په استخباراتي عملیاتو کې د یوه مهم وسله وال د وژلو دعوه کړې ده.

پولیس دا پېښې تایید وي او وایي لومړۍ پېښه د ګل، دوشنبې، په غرمه د لکي مروت ضلعې صدر تاڼې حدود په پیرواله سیمه کې هغه مهال شوې چې د سر شمېرنې او کور شمېرنې مامورین په خپله دنده بوخت وو.

د ضلعې د پولیسو مشر محمد اشفاق خان دفتر چارواکو وویل په دغه مهال ترهګرو ناڅاپه د پولیسو په عسکر ډزې کړې او د دل جان په نوم یو عسکر په ځایی وژل شوی دی.

د پولیس چارواکو په خبره چې له برید وروسته ترهګر تښتېدلي دي. پولیسو ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.

د دفتر د چارواکو په وينا چې د لکي مروت د پولیسو ضلعي مشر اشفاق خان له دې ترهګریز برید وروسته په ټوله ضلعه کې پولیسو ته دامنیتي ګامونو سختولو امر کړی دی.

پولیس وایي بله پېښه د ټانک ضلعې په ګومل مانجهي خوړ سیمه کې د کور شمیرنې او سرشمیرنې د مامورینو په ساتونکو پولیسو ترهګرو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د ټانک ضلعې د پولیسو ویاند یونس کنډي وویل برید د ګومل ټاڼې په حد مانجهي خوړ سیمه کې هغه مهال شوی چې د سرشمېرنې او کور شمېرنې مامورین پخپله دنده بوخت وو.

د پولیسو د ویاند په وینا په دغه مهال ترهګرو ناڅاپه د پولیسو په ګاډي ناتاره ډزې پېل کړې چې پکې د سوات سره تړاو لرونکی یو پولیس اهلکارخان نواب وژل شوی او څلور نور پولیس عسکر سخت ژوبل شوي دي.

ویاند وایي ژوبل پولیس عسکر د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي او له برید وروسته ترهګر تښتېدلي دي او په علاق کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

تر اوسه د دې بریدونو پړه چا نه ده منلې خو په نزدې وختونو کې چې خېبر پښتونخوا کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

بل لور ته د ډیره اسماعیل خان پولیسو د استخباراتي عملیاتو کې د یوه مهم وسله وال د وژلو دعوه کړې ده. دوی د وژل شوي تن پېژندګلو د عبدالرشید په نوم کړې او دعوه یې کړې په وروستیو کې په پولیسو او د ناامنۍ په نور پېښو کې ککړ پاتې شوی وو.

د مارچ په اتمه په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دکور شمېرنې او سرشمېرنې د مامورینو په ساتونکو پولیسو ترهګرو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو.

د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې او په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې تر ټولو ستره خونړۍ چاودنه شوې وه چې پکې 84کسان وژل شوي او تر 200 زیات نور ژوبل شوي وو.

تر دې برید یوه ورځ وړاندې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې پولیسو خبرداری جاري کړی وو چې په نزدې ورځو کې ترهګر خېبر پښتونخوا کې په پولیسو د یو برید پلان لري او د دغه برید شنډولو لپاره یې په چمتو اوسېدو ټینګار کړی وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG