د یوکرېن پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل روسي ځواکونو په هېواد حمله کې په وړمبي خل انټرکانټينېټل بېلېسټېک مزایل، ايي سي بي اېم، استعمال کړو.
د یوکرېن هوايي پوځ وویل ايي سي پي اېم مزایل د روس د اسټراکان سیمې څخه چلول شوی و چې د هغه پراخه حملې برخه و چې په کروز او هایپرسانېک یا د اواز د رفتار نه تېزې مزایلې هم کارول شوې وې.
روس په سمدسي ډول د یوکرېن په بیان څه نه دي ویلي.
بېن البراعظمي مزایل تر اوږدې فاصلې پورې تللی او اېټمي وسلې وړلی شي. په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د یرغل وروسته روس په وړمبي خل دا مزایل استعمال کړو.
په یوکرېن د روس د ايي سي بي اېم د حملې نه مخکې امریکې او برطانيي یوکرېن ته اجازت ورکړی چې یوکرېني ځواکونو د دوي ورکړی شوي مزایل په روس کې دننه د حملو دپاره استعمالولی شي. چارواکي وايي یوکرېن د امریکې مزایلې په روس حملو کې استعمال کړي دي.
مطبوعات وايي د یوکرېن د برطانيي سټورم شېډو یعني د طوفان سیوری نومې مزایل د روس خلاف استعمال کړي دي او د هېواد د دفاع وزیر جان هیلي به زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دې اړه د پارلېمنټ د دفاعي چارو کمېټۍ کې د پوښتنو سره مخامخ کېږي.
برطانيې او یوکرېن د برطانيي د وسله د مبینه استعمال په اړه رپورټونه نه تاید کړي او نه يې هم رد کړي دي.
یوکرېن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ډېنپروپټروېسک سیمه کې یو صنعتي ځای د روس په هوايي حملو کې د نقصان رسېدو خبر ورکړو.
د روس د دفاع وزارت وویل د هوايي دفاع ځواکونو په مختلفو علاقو کې د یوکرېن څلور ډرون او د برطانيي دوه ستورم شېډو مزایلې راوغورځولې. د روس د روستوف سیمې ګورنر وویل د یوکرېن په حملو کې څه جاني نقصان نه دی شوی.
د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکا به یوکرېن د ځکمني ماینونه ورکوي چې د روسي پېش قدمۍ مخه ونیول شي.
د روس د حکومت ترجمان دمتري پېسکوف وویل امريکې او روس د ماینونو د استعمال په ضد نړیواله معاهده نه دی لاس لیک کړې خو یوکرېن کړې ده.
د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ وايي روس په یوکرېن کې ۱۳ قسمه ماینونه استعمال کړي دي او واشنګټن پوسټ اخبار وايي روس د یوکرېن نه په نیول شویو سیمو کې ماینونه په پراخه کچه استعمالوي.
امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوکرېن سره د ۲۷۵ مالیت نور پوځي امداد اعلان هم وکړو.
یوکرېن سره د امریکې تازه پوځي امداد او صدر جوبایډن یوکرېن ته د ورکړی شویو مزایلو د استعمال په اړه تګلاره په داسې حال کې بدله کړې ده چې بایډن د صدارت په دوو میاشتو کې ختمېږي او د هغه منتخب جانشین ډآنلډ ټرمپ د حکومت جوړلو تیاری کوي.
ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کوي. هغه ویلي د یوکرېن جنګ زر تر رزه ختمولی شي او جنګ ځپلي هېواد د امریکې په دوامداره امداد يې پوښتنې راپورته کړي دي.
Forum