لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې د جينکو په تعلیم بنديز د کم عمرۍ ودونه 25 فيصده زيات کړي


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پخپل وروستي رپورټ کې ويلي، افغانستان په نړيواله کچه يواځينی هيواد دی چې د شپږم ټولګي نه پورته د جينکو په ‏تعليم پکې بنديز لګول شوی، رپورټ ښيي چې دغه بنديز په هيواد کې د کم عمرۍ ودونو کې د 25 فيصده زياتوالي سبب شوی دی.‏

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بنديز د پرېکړې پس 1.4 ميليونه جينکۍ د تعليم ترلاسه کولو نه محرومه شوې دي.‏

د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې په کم عمر کې د جينکو ودونه د مېرمنو ترڅنګ د کورنيو دپاره د ستونزو جوړېدو سوب ګرځي.‏

د ښځو د حقونو افغان فعاله آصفه ستانکزۍ وايي، "د کم عمره نجونو د جبري ودونو د زیاتوالي اصلي لامل اقتصادي ستونزې، کلتوري ستونزې او په زده ‏کړو او کار کې محدودیتونه دي، د کم عمره نجونو دغه ډول جبري ودونه د پوهاوي د نشتوالي، په کورنۍ کې د بې اتفاقۍ، رواني فشار او د ماشومانو د ‏ناسمې روزنې لامل ګرځي".‏

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه په زده کړو بنديز به افغان جينکو کې د وخت نه وړاندې زېږون 45 فيصده او د مور په مړينه کې د 50 فيصده زياتوالي سبب وګرځي.‏

طالبانو د 2021 کال اګست په مياشت کې د کابل واک ترلاسه کولو وروسته اول د شپږم ټولګي پورته د جينکو په تعليم بنديېز ولګوو او بيا يې په ‏پوهنتونونو کې هم جينکۍ زده کوونکې د تعليم نه منع کړې.‏

کارپوهان وايي د جينکو په تعليم بنديز به د تېر وختونو په پرتله کې د جينکو او د هيواد مستقبل زيات اغېزمن کړي.‏

د سياسي چارو افغان کارپوه آصف ننګ وايي، " مونږه په تېرو شلو کالونو کې ونشول کولی چې په ‏‎200‎‏ ولسواليو کې يعنې په نيم افغانستان کې د جينکو ‏تعليم جبران کړو، هغه چې د طالبانو په تېر پنځه کاله دوره کې او هم د هغې نه مخکې د مجاهديون په دوران کې هغه کومه صدمه چې تعليم ليدلې وه هغه ‏مونږه جبران نه کړل شوه، نو زما په نظر اوس چې کومه حله راغلې ده، يو نيم ميليونه انسانان له تعليم نه محرومه دي دا عاجل اقدام ونشي نو جينکۍ د ‏پوهنتون نه پاتې کېږي، د لوړو زده کړو، مسلک او تخصص نه پاتېږي". ‏

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د عملياتو او مدافعي څانګې مشرې ويلي چې په په افغانستان کې د شپږم ټولګي پورته د جينکو په تعليم ‏د بنديز له وجې 1.4 ميليونه جينکۍ نېغ په نېغه متاثره کيږي.‏

کارپوهان وايي چې د يو هېواد نيمايي برخه د تعليم نه محرومه کول د مهارتونو څخه خلک بې برخې کول دي چې له وجې يې د ټولنې مجموعي ژوند متاثره ‏کيږي.‏

د سياسي چارو افغان کارپوه ډاکټر فضل الهادي وزين وايي، " کله چې په هيواد کې هنر نه وي پوهه نه وي نو دا خلک کار ته نشي داخلېدلی او چې کله کار ‏نه وي نو هغه په اقتصاد منفي اغېزه کوي او خصوصاً کله چې مونږه ګورو چې اقتصاد د سياست سره او سياست د اقتصاد سره او بيا د ټولنې ټولو ‏سېکټرونو سره مربوط وي نو مونږه ويلی شو چې دا په اقتصاد خراب نتايج غرځوي او دا نتايج هله ښکاره کيږي چې کله يو لس کاله تېر شي".‏

ځینو طالب چارواکو وار په وار ويلي چې د جينکو د تعليم پرضد نه دي او د ځنډېدو علت يې د هغوی دپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او یوې ‏طرحې جوړول دي خو د دوه نيم کالو تېرېدو وروسته هم طالبانو دغه ژمنه نه ده پوره کړې.‏

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG