لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف: پاکستان کې 11 ميلينه له پینځو کالو کم عمره ماشومان د خوراک کمي سره مخ دي


د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وايي پاکستان کې 38 فيصده يعنې 11 ميلينه د پینځو کالو نه کم عمره ماشومان د خوراک د کمي سره مخ دي.

اداره وايي دا شمېرې د مېندو، پېغلو جينکو او د ماشومانو دپاره د خوراک او غذايت ښه کولو بیړنۍ اړتيا په ګوته کوي۔

د روغتيایي چارو پوهان وايي د خوراک د کمي سره مخ ماشومان د قسما قسم ناروغیو په اسانۍ سره ښکار کېدای شي۔

دوی وايي په ټولنه کې يوازې د خوراکي توکو د کمښت له وجې نه بلکې د عمر حساب سره په سمه توګه د خوراک نه ورکول کېدو سره هم ماشومان د خوارځواکۍ نه متاثره کېږي۔

يونيسف په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې په نړيواله کچه د پنځوؤ کلونو نه د کم عمر په هرو څلورو ماشومانو کې یو یې د خوراک د سخت کمي سره مخ دی۔

د رپورټ ترمخه پاکستان کې 38 فيصده د پنځوؤ کالو نه د کم عمر ماشومان د خوراک له اړخه د سختې بېوزلۍ ښکار دي۔

د روغتيا چارو پوهان دا شمېرې د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د خوراک د کمي سره مخ ماشومان د کمزوري مدافعتي نظام له کبله په اسانۍ سره د قسما قسم ناروغو ښکار کېږي۔

د ماشومانو د رنځونو اسپیشلسټ ډاکټر خلیل احمد وایي کوم ماشومان چې د خوراک د کمي ښکار وي د هغوي د مدافعیت قوت د نورو ماشومانو په پرتله کمزوری وي اؤ زر ورته نورې ناروغۍ ورپورې کیږي.

ډاکټر خلیل احمد وي او اې ډیوه ته وویل، د بيمارۍ خلاف چې کوم مزاحمت ښودل غواړي هغه دوی نه شي ښودلی، ځکه نو د نورو ماشومانو په نسبت ورته هر قسمه ناروغۍ په اسانه لګي:

"د دوی په وجود کې ټي بي پرته وي هغه راښکاره شي، شری ورته په اسانه لګي، په دوی دستونه په اسانه لګي او هره ناروغي ورته نېغه ولاړه وي، د دې له وجې د دې ماشومانو وزن کمېږي، صحت يې خرابېږي او د زياتې ناروغۍ په نتيجه کې مړه کیدای هم شي".

د صحت ماهرين وايي د ماشوم د پېدا کېدو څخه وړاندې او وروسته مېرمنو ته پخپل سر پرهېزونه نه دي کول پکار ځکه چې دې سره د مور او ماشوم دواړو په صحت خراب اثر پرېوځي.

د ښځو د ناروغیو سپېشلېسټه ډاکټره حماسه ګل وایي حامله یا په امید مېرمنې باید د خپلو خوراکونو زیات خیال وساتي:

" دالونه، سبزيانې، مېوه او غوښه د دې اهم کردار دی نو پکار ده چې داسې ښځې چې حمل کې وي نو دوی ته د دې خوراکونو ډېر زيات خيال ساتل پکار دي او داسې خوراک دې کوي چې دا شيان پکې شامل وي، چې کومې د فولادو ګولۍ او د کېلشيم ګولۍ ډاکټران دوی ته ليکي هغه دې دوی د ماشوم د پېدا کېدو نه وړاندې او وروسته جاري ساتي".

د يونيسف په رپورټ کې ويلې شوي چې په ګرده نړۍ کې د پنځوؤ کالو نه کم شاوخوا 181 ميليونه ماشومان د خوراک د سختې غريبۍ سره مخامخ دي چې له امله يې د دوی د ضايع کېدو امکان 50 فيصده ته لوړ شوی دی۔

ډاکټران وايي په ټولنه کې يوازې د خوراکي توکو د کمښت له وجې نه بلکې د عمر حساب سره د سم خوراک نه ورکول کېدو له وجې هم ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي۔

ډاکټر خليل احمد ځېنې وخت په ماشومانو خلک له خپله انده د پرهیز په نوم طاقت لرونکي خوراکونه بند کړي چې د هغې وجې ماشومان کمزوري شي اؤ بیا ناروغیو سره د مقابلې توان نه لري:

"چې کوم د کار شيان دي هغه پرې خلک بند کړي چې دا ماشوم ناروغه دی، وريژي، فروټ او خوږه مېوه ورله نه ده ښه، د خپل اړخ نه چې دا پرهېزونه خلک په ماشوم شروع کړي نو د هغه وجود له چې کوم ضروري شيان دي هغه پرې هم بند کړي او ماشوم نور خراب کړي، د مور پۍ یا شیده څومره ضروري دي په ډېرو علاقو کې دا خبرې کېږي چې د مور پۍ پرې ښه نه راځي نو هغه پرې بند کړي".

د يونيسف د رپورټ ترمخه په دغو 181 میلینه ماشومانو کې چې د خوراک د سختې کمۍ ښکار دي ، نزدې 64 ميلينه متاثره ماشومان په جنوبي اسيا کې او 59 ميلينه په ذيلي صحارائي افريقه کې ژوند کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG