لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو رپورټ: د تېر کال په پرتله د افغانستان تجارتي خساره 60 فیصده لوړه شوې


د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونيو ګوتېرېش له خوا د افغانستان په اړه تيار شوي وروستي رپورټ کې ښودل شوي چې د 2023م کال د جنورۍ میاشتې راهيسې د 2024م کال همدغې مياشتې پورې د هېواد تجارتي کسر یا خساره 60 فيصده سېوا شوی.

رپورټ وایي په ښودل شوې موده کې د افغانستان په وارداتو کې37 فيصده زياتوالی او د صاراتو په کچه کې 5 فيصده کموالی ريکارډ شوی دی۔

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په روانه اوونۍ کې ویلي، چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د 2024م کال د جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې تجارت 32 فیصده کم شوی دی.

دغه وزارت ویلي وؤ د روان کال په لومړیو پنځوؤ میاشتو کې ټوله سوداګري ۹۳۷ میلیونه ډالره وه چې د افغانستان صادرات پکې 294 میلیونه ډالره وو.

څېړونکي وایي د افغانستان د تجارتي خسارې لامل یوازې د پاکستان لخوا په پولو تړلو پسې اړه نه لري بلکې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو بیه راټیټه شوې او افغانستان د 2024م کال له جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې پاکستان ته د 38 میلیونه ډالرو په ارزښت سکاره صادر کړي وؤ.

د ډبرو سکاره یو وخت د طالبانو حکومت لپاره لپاره د ډالرو ګټلو تر ټولو ستره وسیله وه

د اقتصادي چارو پوهان وايي د افغانستان اقتصاد ښه کولو او تجارتي پرمختګ دپاره به د صادراتو کچه لوړول او په وارداتو کې د خام مال مقدار سېوا کول وي چې په دې توګه صنعتونه وده ومومي۔

د انتونيو ګوټېريش په تيار شوي درې مياشتني رپورټ کې ويل شوي چې يو کال کې د هېواد وردات 37 فيصده سېوا شوي او صادراتو کې 5 فيصده کمولی راغلی او د هېواد تجارتي کسر 60 فيصده لوړ شوی دی۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د افغانستان صادرات د بنکونو د ستونزمن نظام، د پاکستان له خوا د لګول شويو ټېکسونو او په هېواد کې د روانې وچکالۍ له امله متاثره کېږي۔

د اقتصادي چارو افغان کار پوهه محمد اصف ننګ وي او ای ډیوه ته وایي،د پاکستان د وروستیو ګامونو له امله د افغانستان په تجارت کې یو شمیر خنډان راپورته شوي دي.

هغه وایي، په دې کال کې هغه توليد او محصول تراوسه بازار ته نه دی راغلی اؤ زمونږ د صادراتو موسم لا نه دی ځکه زمونږ ډېره تکيه د صادراتو په وچو او تازه مېوو باندې ده.

د هغه په خبره "بل دليل پاکستان دی، يعنې د چمن لاره 8 مياشتې کېږي بنده ده، او بل دا دی چې په موسمي وخت کې پاکستان بيا په دروازو کې ممانعتونه زياتوي، بل دليل یې دا دی چې پاکستان ماليات او تعارفې په افغان مالونو ډېرې کړې دي د واهګه سره لاره کې مشکل پېدا شوی دی مونږ چې هند ته مخکې څنګه صادرات کول اوس هغه شان نه شو کولی".

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د تېر 2023م کال د جنورۍ راهيسې د روان کال همدغې مياشتې پورې د افغانستان واردات د 426 ميليونه ډالرو نه 682 ميليونه ډالرو ته رسېدلي دي۔

افغان تاجران وايي چې د اقتصادي ودې دپاره مهمه ده چې د وارداتو کچه راټيټه کړل شي۔

دوی وايي افغانستان که واردات کوي بايد خام مواد وارد کړي او خپل داخلي پېداوار باندې اکتفا سېوا کړي۔

افغان صنعتکار او تاجر ښاغلی اجمل ساپي وایي، متاسفانه د کولې صادرات چې د ټولو صادراتو نزدې 50 فيصده جوړیدل هغه ډېر زيات کم شول.

د نوموړي په خبره "ددې مختلفې وجې دي، يوه وجه يې دا ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کولې په صادراتو مصولات ډېر کړل، که صادرات بېرته زيات شو نو په اینده کې به د افغانستان دپاره مشکلات وي ځکه چې د وارداتو دپاره به دوی ډالر نه لري چې واردات پرې وکړي او د افغانستان ضرورتونه پوره کړي".

د افغانستان د صادراتو او وارداتو د کچې په اړه مو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده چاراکي نه د مالوماتو ترلاسه کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي د هېواد تجارتي کسر راکمولو دپاره مهمه ده چې د ټېکسونو کمولو ترڅنګ د صادراتو ملاتړ وشي۔

د محمد اصف ننګ په خبره "که ماليات راکم شي او د صادراتو ملاتړ وشي په نقدي توګه، پنګې ورته کېښودل شي، تشويقي پنګې د صنعتي سېکتور او توليدي سېکتور دپاره اضافه شي د مثال په توګه بېل اوټ ترسره شي، د صنفي مالياتو کمېدل هم پخپله تاثير لري".

د پاکستان او افغانستان د تاجرانو د مشترکه تنظیم مشر خان جان الکوزي ډېوه ته ويلي چې د جمهوريت په دوره کې د افغانستان صادرات د 800 ميلينه ډالرو څخه نه وو سېوا شوي خو د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې يو ارب ډالرو ته رسېدلي وو.

هغه وايي په دوېم کال کې د هېواد صادرات د دوه اربه ډالرو په ارزښت وو چې تېر کال دغې هدف ته و نه رسېدل او 1 ارب او 700 ميليونه ډالر ريکارډ شول۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG