د کال ٢٠١٢ صدارتي انتخاباتو گټلو ورستو براک اوباما د امریکې د صدر په حیث خپل دویم دور د اتوار په ورځ شورکوي او د خپلې چوکۍ سوگند به په سپینه ماڼۍ کې په خصوصي ستوره کې پورته کوي.
د امریکې اساسي قانون یا آئین ترمخه د هیواد صدر باید د خپلې چوکۍ سوگند د جنورۍ د میاشت په ٢٠ مه نیټه پورته کړي خو چون سږ کال دغه نیټه د اتوار په ورځ ده نو د صدارتي سوگند عامه دستوره به د گل په ورځ یا د جنورۍ د میاشت په ٢١ مه نیټه د کانگرس وداني مخ ته کولی شي.
د کانگرس ودانۍ مخ ته د نیشنل مال په نوم هاغه پراخ میدان چې د امریکې د تاریخ ځنې اهم یادگارونه پکې موجود دي.
کال ٢٠٠٨ کې کله چې براک اوباما د وړمبۍ دورې د پاره صدر منتخب شوی وو، نیشنل مال کې شا او خوا دوه میلنه خلک د صدارتي سوگند یا اناگوریشن د پاره موجود وو. د هغه د سوگند پورته کول په دستوره کې په دومره لویه کچه د خلکو د دلچسپۍ یوه وجه دا هم ښودل کیده چې براک اوباما د هیواد وړمبی افریقائي امریکنی یا تورپوستکی کس وو چې د صدر د چوکۍ د پاره منتخب کړی شوی وو.
سږ کال منتظمین وايي تر اته ؤو لکو پورې خلک به نیشنل مال کې د براک اوباما د اناگوریشن د کتلو د پاره موجود وي.
د اتوار په ورځ سپینه ماڼۍ کې به براک اوباما د عیسائیت مقدس کتاب بائبل یا انجیل باندې لاس ایږدي او د راتلونکو څلورو کالو د پاره به د امریکې د صدر حیث د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي. سوگند به د سپریم کورټ تر ټولو لوې جج اخلي. دستوره کې به د براک اباما د کورنۍ خلک هم موجود وي.
د گل په ورځ د سوگند پورته کولو په عامه دستوره کې به براک اوباما په دواؤ بائبلو لاس ایږدي چې یو پکې ١٩ مه صدۍ کې د امریکې پخواني صدر ابراهم لنکن د استعمال د لاندې وو او دویم هاغه بائیل چې د افریقائي امریکنیانو د حقوقو مشر مارټر لودر کنگ جونئیر په استعمال کې وو. مارټر لودر کنگ کال ١٩٦٨ کې وژل شوی وو.
د گل په ورځ د مارټر لودر کنگ د ځگیدنې ورځ د پاد په توگه امریکې کې په قامي کچه د رخصتۍ ورځ ده.