د امریکې صدر جو بایډن د جنوبي کوریا او جاپان له مشرانو سره لیدلي او په دې اړه یې تفصیلي خبرې کړې دي چې په روس کې د شمالي کوریا د زرګونو پوځیانو پر ځای کېدلو، د اوکراین په جګړه کې د روس په ملاتړ ممکنه جنګېدلو او د پیانګ یانګ ایټمي ګواښ ته "ګډ" جواب ووایي.
بایډن د جمعې په ورځ د پیرو په سرښار لیما کې د اېشیا پېسیفیک اقتصادي همکارۍ د غونډې په څنډه کې د جنوبي کوریا له صدر یون سوک یول او د جاپان له وزیراعظم شیګیرو ایشیبا سره لیدلي او د همکارۍ یو تړون یې لاسلیک کړی دی.
بایډن وویل د درېواړو هیوادونو د وسلو سره نښلولو مقصد "د مستقبل د ټیکنالوجۍ خوندي کول او له روس سره د شمالي کوریا د خطرناکې او ناارامه کوونکې همکارۍ مخه نیول دي."
د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول په روس کې د شمالي کوریا د پوځیانو پر ځای کول "په سیمه کې دننه او بهر د امنیتي چاپیریال چېلنجول" بللي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوېن د پنجشنبې- زیارت په ورځ لیما ته پر لاره د اېرفورس ون په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، په روس کې د پیانګ یانګ د پوځیانو پر ځای کول یو "مهم پرمختګ" دی او وایي امریکا به "په سنجیدګۍ سره داسې چلند ورسره وکړي چې هغه یې وړ دی."
په جنوري کې واک منتخب صدر ډانلډ ټرمپ تر سپارل کېدو مخکې سولیوېن وویل د درېواړو هېوادونو مشران به د ایټمي تجربې او بېلسټیک میزایلو د توغولو په ګډون د پیانګ یانګ د هر ممکن اقدام د مخنیوي لپاره چمتووالی نیسي.
جېک سولیوېن وايي، "زه فکر نه کوم چې موږ دې د شمالي کوریا چوپتیا بې خطره وګڼو. د اوومې ایټمي تجربې امکان هر وخت شته او موږ ورته بیداره یو. په امریکا کې له یو صدر څخه بل ته د واک د منتقلۍ په وخت شمالي کوریا په تاریخي ډول پاروونکي اقدامات کړي دي".
صدر جو بایډن لاتینې امریکې ته په شپږورځني سفر تللی دی، چې هلته په پیرو کې د اېپیک غونډه کې له ګډون سره سره د نړۍ د لویو اقتصادونو د تنظیم G20 په غونډه کې هم ګډون کوي.
د جمعې په ورځ درېواړو مشرانو په 2023م کال کې د بایډن، یون او د جاپان د هغه وخت د وزیراعظم کیشیدا تر منځ د امریکې په مېریلېنډ کې له هغې مهمې غونډې وروسته سره لیدلي په کوم کې چې دوی د ګډې ملګرتیا پرېکړه کړې وه.
امریکا د "پراختیا د مخنیوي" پالیسي لري چې مقصد یې د جنوبي کوریا او جاپان په ګډون د خپلو متحدینو خلاف د مخالفینو د بریدونو مخه نیول دي. په پالیسي کې ویل شوي که پر دوی برید وشي واشنګټن به یې مرستې ته ورځي چې په ممکنه توګه د امریکې د ایټمي وړتیاو کارول هم پکې شامل دي.
د جمعې د ورځې په ناسته کې د دې پالیسۍ په اړه کوم ځانګړی اعلان نه دی شوی، خو د جېک سولیوېن په وینا د درېواړو هېوادونو د مشرانو لیدنه "د دې ډاډ ترلاسه کولو یوه موقع ده چې د یو بل د پیاوړتیا لپاره به کار کوي او تر منځ یې واټن او خنډونه نه شته".
د امریکې، جنوبي کوریا او جاپان مشرانو د درې اړخیزې همکارۍ د "ادارتي" هڅو د یوې برخې په توګه د ګډ سیکرټرېټ جوړولو اعلان کړی چې د اقتصادي امنیت، استخباراتي شراکت او دفاعي پالیسۍ د همږغۍ په اړه د خبرو اترو د لړۍ په توګه پیل شو.
درېوانو مشرانو په داسې وخت سره لیدلي او د همکارۍ هوډ یې کړی چې د امریکې، جاپان او جنوبي کوریا ځواکونو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کوریا په د ټاپووزمې په جنوبي او د جاپان په لوېدیځ سمندر کې ګډ مشقونه پیل کړي دي.
ټرمپ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د دوستانه اړیکو غوښتنه کړې وه، خو ورسره یې دا ګواښ هم ورته کړی وو چې پر هېواد به یې برید وکړي.
Forum