لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د منتخب صدر ټرمپ د هوټل مخې ته د سایبرټرک چاودنه کې یو تن وژل شوی، اووه ټپیان


د امریکې د نیواډا ایالت په لاس ویګاس ښار کې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د «ټرمپ انټرنېشنل هوټل» مخې ته د ټېسلا کمپنۍ په سایبرټرک باندې د اور لګېدو او چاودل کېدو په پېښه کې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د لاس ویګاس یو پولیس چارواکي کېوین مک مېهیل خبریالانو ته وویل، دغه الیکټرانک موټر د ایالت په ځایي وخت سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ټرمپ د هوټل د دروازې مخې ته ودرېد او بیا چاودنه وشوه.

مک مېهیل وایي، "موږ ته وویل شول چې د 2024م سایبرټرک د هوټل مخې ته ودرېد او زه تاسو ته ویلای شم چې دا د هوټل د شیشې دروازو ته نیزدې شوی وو. موږ ولیدل چې له موټره لوګی پورته کېده او بیا له موټره لویه چاودنه وشوه".

په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې لومړی دا الیکټرانک موټر اور اخیستی او بیا چاودنه شوې ده. مک مېهیل وویل چې وژل شوی کس د چاودنې په مهال په موټر کې دننه وو، خو وایي دا لا نه ده معلومه چې هغه ښځه وه که سړی:

"موږ له یو شمېر لارو پلټنه کوو او تاسو ته دا معلومات درکولای شم، چې اوس مهال د چاودنې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي. ماته ویل شوي چې دوی برسېرن ټپي شوي دي".

پولیسو یوه نوې ویډیو خپره کړې چې وایي په چاودل شوي سایبر ټرک کې چاودېدونکي مواد پر ځای کړل شوي وو خو وایي د ټرمپ هوټل ته له چاودنې کوم زیان نه دی رسېدلی.

د ټېسلا سایبرټرک کمپنۍ مشر ایلن مسک ویلي، داسې ښکاري چې دا چاودنه "یو ترهګر" عمل وي. مسک پر خپله ټولنیزه مېډیا ایکس باندې لیکلي دي:

"د ځانمرګي برید دا دواړه موټرونه سایبرټرک او ایف-150 [پيک اپ] موټرونه په نیواورلین کې د ټورو له کمپنۍ په کرایه اخیستل شوي وو".

ایلن مسک ویلي دي چې د کمپنۍ یوه ډله یې په تحقیق بوخته ده او تر دې مخکې "هېڅکله هم داسې کومه پېښه نه وه" شوې.

ایلن مسک د نومبر په صدارتي ټاکنو کې د ټرمپ ملاتړی وو او ټرمپ هغه د خپل حکومت په مهال د حکومتي اخراجاتو د کمولو لپاره د یوه کمیشن د مشر په توګه نومولیی دی. مسک وایي "هرڅومره ژر چې وي د پېښې په اړه به نور معلومات خپاره کړم".

سپینه ماڼۍ وايي صدر جوبايډن ته د دې پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي‌ او هغه خپل ټیم ته لارښوونه کړې ده چې د اړتیا په مهال د فیډرل حکومت مرستې برابرې کړې.

تر دې مخکې د کال په لومړۍ ورځ د لوزیانا ایالت په اورلېنز ښار کې یو موټر چلوونکي قصداً پر خلکو موټر ور وخېژاوه چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه 10 تنه یې ووژل او 30 نور یې ژوبل کړل.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG