لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ويلي، اسرايل اوس هم د ايران د حملې د ګواښ سره مخ دی


امریکا د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي، اسرايل اوس هم د ایران او پراکسيز لخوا د بريد د ګواښ سره مخ دی، دا وروسته له هغې چې په لبنان کې د حزب الله ډلې د خپل يو مشر د وژنې پس په اسرايل په لسګونو راکټې او ډرون داغلي دي.

د پېنټاګون وياند مېجر جنرل پېټ رېډر خبريالانو ته ويلي، "زه به تاسو ته د ایراني مشرانو او نورو عامې تبصرې په ګوته کړم، مونږ په دوامداره توګه د حملې د ګواښ ارزونې کوو، او مونږ به د اسرايل دفاع او خپلو ځواکونو ساتنه کوو،که په دوی حمله کيږي".

د ایران خارخه وزیر عباس عراقچي د اټلي خپل هم منصب ته ویلي تېره میاشت په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې مشر د وژل کېدو په جواب کې به ایران حمله ضرور کوي، دا به کره او په حساب کتاب کولی شي.

د ایران خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې د اټلي خارجه وزیر اېنتونیو تجانې سره د عراقچي په ټېلې فون د خبرو ذکر وکړو چې عراقچي په کې وویل ایران تاوتریخوالی زیاتول نه غواړي خو د دې نه ویرېږي هم نا.

ايران د حماس د مشر اسماعیل هنيه په تهران کې د وژنې تور په اسرايل لګوي، خو اسرايل نه خو د دې تاييد کړی او نه یې رد کړی دی.

يادې وژنې په غزه کې د اسرايل او ايران پلوه حماس ترمنځ جګړې پراخولو اندېښنې جوړې کړي دي، او په لبنان کې د اسرايل پوځ او ايران پلوه حزب الله وسله والو ترمنځ په پوله هره ورځ نښتې کيږي.

د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن یاهو د کابينې غونډې ته ويلي، د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د خپلې کابينې غونډې ته په وينا کې ويلي، حزب الله په نخښه کوو او ماتوونکي ګوزارونه پرې کوو. د نېتن ياهو په خبره، دا په شمال کې د حالاتو بدلولو دپاره بل قدم دی، او خپل خلک به بيرته علاقې ته په خوندي توګه ستانه کړي، نوموړي ويلي تکراروي چې دا وروستۍ کلمه نه ده.

حزب الله دغه بریدونه په بېروت کې تېره میاشت د فواد شکر د وژنې د بدل اخستو لومړی پړاو ياد کړی دی.
حزب الله د فټ بال په ميدان کې د 12 ماشومانو د وژنې تور په اسرايل لګولی، او ويلي يې دي، نوو بريدونو کې به د اسرايل ژور ځايونه په نخښه کوي او د پرون ورځې نظامي عملیات يې پوره شوي دي.

پېنټاګون د اتوار په ورځ ویلي، د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټين دوه الوتکو وړونکو بېړو ته په منځني ختیځ کې په ځای کېدو امر کړی دی. ويل شوي دغه اعلان د اسټين او د اسرايل د دفاع مشر يوو ګېلنټ د ټيليفون په خبرو کې شوی دی.

د امريکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل سي کيو براون د سيمې سفر کړی، تمه ده نوموړی به د اسرايل، مصر او اردن سفر هم وکړي.

په غزه کې طبي امدادي ډلې ډاکټرز ود اوټ بارډر د اتوار په ورځ ناوخته ویلي، اسرايل خلکو ته د وتلو ويلي او په لسګونو زرده کسان بې کوره شوي، په 41 کلوميټره مربع سيمه کې د سر پناه په لټه کې دي.

خلکو ته تازه د منځنۍ غزې د ديرالبلاح علاقې څخه وتلو ويل شوي، کومه چې د الاقصا روغتون سره نزدې ده او هلته د زرګونو په شمېره کې خلکو پناه اخستې ده.

په قاهره کې د اتوار په ورځ د اسرايل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ خبرو کې د پرمخ تګ هڅه شوې خو د څو ورځو راهسې روان دغه مذاکرات بې د کومې نتيجې ختم شوي دي.

يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي دغو مذاکراتو ته رغنده ويلي او زياته کړې یې ده په راتلونکو ورځو کې به دا روان وي او د پاتې مسلو هوارولو هڅې به کیږي.

امریکا، مصر او قطر د څو مياشتو راهسې د تړون هڅه کوي چې پکې جنګ بندي، د حماس لخوا د يرغمل شوو خوشي کول، د اسرايل په بند کې فلسطينيان ازادول او غزې ته زياتې بشري مرستې رسول شامل دي.

په دې خبر کې ځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز نه اخستل شوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG