لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر براک اوباما د شام په اړه د کانگرس ملاتړ لپاره کوششونه


سنیټر مکین
سنیټر مکین
د امریکې صدر براک اوباما د شام بشارالسد حکومت خلاف د کیمیاوي وسلو د استعمال په سر د پوځي کاروائي لپاره د کانگرس ملاتړ کوششونه جاري ساتلې دي.
براک اوباما د خالي په ورځ شام کې د پوځي کاروائي فیصله کړې خو ویلي يي دي چې د فیصلې منظوري په د کانگرس نه اخلي.
کانگرس نه د منظورۍ ترلاسه کولو په لړ کې د گل په ورځ براک اوباما د ریپبلیکن پارټۍ بااثر سنینټر جان مکین سره لیده کاته وکړه. جان مکین د شام حکومت خلاف د پوځي کاروائي ملاتړ وکړو او وې ویل که کارنگرس چرې د صدر ملاتړ وو نه کړي نو دا به لویه ناکامي وي.
خو ځېنې نور د کانگرس غړي په دې اړه ډیر پرامید نه دي چې گنې کانگرس به شام کې د صدر براک اوباما د پوځي کاروائي د فیصلې ملاتړ وکړي.
امریکائي چارواکو د اتوار په ورځ د کانگرس غړو نه شام کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په هلکه خفیه معلومات ورکړې دي. تیره میاشت د سرښار دمشق سره نزدې حمله کې چې په ممکنه توگه کیمیاوي وسله پکې استعمال شوه ده، تر ١۴٠٠ پورې خلک پکې وژل شوې دي.
د فرانس لا فیگارو ورځپاڼې سره یوه مرکه کې چې د گل په ورځ شائع شوي ده، د شام صدر بشارالسد د کیمیاوي وسلو د استعمال رپورټونه رد کړې دي. هغه ویلي دغه دعوي غیر منقتي دي او نه فرانس او نه امریکا د کیمیاوي وسلو د استعمال په هکله څه ثبوتونه لري.
خو د امریکې خارجه وزیر جان کیري وايي شام کې د کیمیاوي وسلې د استعمال په هکله نوي معلومات د پوځي کاروائي د پاره کبس نور هم مظبوطوي.
جان کیري ویلي امریکا د ختیز دمشق نه ترلاسه شوي شواهد لري چې امدادي کارکونکو راټول کړې دي او د ویښتو او وینې په نمونو کې د سیرن گیس اثار پکې ښکاره کیدږي. هغه زیاته کړه شام خلاف د پوځي کاروائي د پاره دلائل ورځ په ورځ مظبوطیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG