لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې خارجه وزیر د سویلي افریقې د سفیر له هیواده د شړلو اعلان کړی
تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر د سویلي افریقې د سفیر له هیواده د شړلو اعلان کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د سویلي افریقې سفیر "پرسونا نان ګرېټا" (ناخوښه شخصیت) ګرځول شوی دی.

نوموړي په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو خپور کړي بیان کې ویلي"په امریکا کې د سویلي افریقې سفیر ابراهیم رسول ته به اوس زموږ په ستر هېواد کې هرکلی و نه شي."

د هغه په وینا، ابراهیم رسول یو "ریس بېټینګ" (د نسل پر بنیاد خلک وېشونکی) سیاستوال دی چې د صدر ټرمپ او امریکا سره دښمني لري.

مارکو روبیو زیاته کړې، "موږ د سویلي افریقا له سفیر سره هیڅ خبرې نه لرو، نو ځکه یې ناخوښه شخصیت بولو".

په واشنګټن کې د سویلي افریقې سفارت لا تر اوسه د دې اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا بیان په داسې وخت کې ورکړی چې د امریکا او سویلي افریقې اړیکې له کړکېچ سره مخ دي.

صدر ټرمپ تازه د یوه اجرائیوي حکم له مخې، د سویلي افریقې مرسته ځنډولې، چې لامل یې لانجمن د "ځمکو د اصلاحاتو قانون" ښودل شوی.

ټرمپ ویلي، دا قانون به د دې سبب شي چې په سویلي افریقا کې د سپین پوستو ملکیت لرونکي زراعتي فارمونه ضبط شي. هغه دا هم ویلي، چې د سویلي افریقې بزګرانو ته به امریکا ته د کډوالۍ هرکلی ووايي.

د سویلي افریقې صدر، سیرل رامافوسا، څو ورځې وړاندې د دې اقداماتو دفاع کړې وه.

نوموړي ویلي، "موږ د اساسي قانون له اصولو لارښوونه اخلو، چې پر دولت دا ذمه واري ږدي، څو د پخواني نژادي توپیر اثرات له منځه یوسي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG