لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ته د غیر قانوني کډوالۍ اسانتیا ورکوونکو باندې د ویزې پابندۍ ولګول شوې


US visa
US visa

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شورو په ورځ یو بیان جاري کړو چې پکې یې په هغو بهرنیو مقاماتو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړي چې امریکا ته د غیر قانوني کډوالۍ اسانتیا برابروي.

روبیو پخپل بیان کې وویل: "زه نن د ویزې د بندیزونو یوه نوې تګلاره اعلانوم، چې د کډوالۍ او ګمرکاتو چارواکي، د هوایی ډګرونو او بندرونو مسؤلین او نور داسې کسان پکې شامل دي، چې ګومان کېږي امریکا ته د غیر قانوني کډوالۍ موقع برابروي".

د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوی د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ د مهمو ترجیحاتو نه یو دی. ټرمپ د خپلې دوهمې دورې د واک په اوله ورځ د امریکا په جنوبي پولو باندې بیړنی حالت نافذ کړو او د امریکا – مکسیکو پولې ته یې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره اضافي وسایل وکارول.

روبیو زیاته کړه چې د امریکا سرحدونه خوندي ساتل د "یو محفوظ، باثباته او خوشحاله امریکې" د جوړولو لپاره ضروري دي.

هغه دا هم وویل، "هغه ملکونه چې د کډوالۍ په لارو کې پراتۀ دي، لازمي ده چې غیر قانوني کډوالو ته د موقعو برابرولو په ځای، د دوی مخه ونیسي او خپل رول ادا کړي."

په دې بیان کې د کوم خاص ملک نوم نه دی اخستل شوی، خو دا ویل شوي چې د ویزې دا نوې بندیزونه به په هغو کسانو هم هم لګي چې په شعوري توګه د هغو کډوالو تګ راتګ اسانه کوي، کوم چې د امریکا د سویل لویدیزې پولې نه په غیر قانوني توګه د داخلېدو کوښښ کوي، یا بیا د مهاجرت د قوانینو، تګلارو او مقرراتو په عملي کولو کې پاتې راغلي.

باید وویل شي چې میکسیکو یوازینی ملک دی چې د امریکا د سویل لویدیز سره ګډه پوله لري.

د امریکېد بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې نوې پالیسي موجودې پالیسۍ بشپړوي چې په ۲۰۲۴ کې نافذ شوي ترڅو د خصوصي سکتور چلونکي په نښه کړي کوم چې هغه مهاجرینو ته چې په غیر قانوني توګه امریکې ته د ننوتلو په لټه کې دي ترانسپورت او سفر چمتو کوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړو چې دا عملیات به تر هغه جاري وي، ترڅو چارواکي د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره خپل موجوده قوانین او پالیسۍ پوره نافذ کړي.

په بیان کې راغلي: "کله چې د ملي امنیت دفاع خبره وي، نو امریکا به یو قدم هم شاته نه اخلي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG