لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د تشدد په پېښو کې ۱۰ پوځي عسکر، ۱۳ وسله وال او پینځه ملکي کسان وژل شوي


په بنو کې په پوځي چاوڼۍ د ځانمرګي حملې وروسته د سيمې څخه لوګی پورته کېږي
په بنو کې په پوځي چاوڼۍ د ځانمرګي حملې وروسته د سيمې څخه لوګی پورته کېږي

په خېبرپښتونخوا کې په تېرو دوو ورځو کې د تشدد په پېښو کې د پاکستان د پوځ ۱۰ عسکر، ۱۳ وسله وال او پينځه ملکي کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ ومنله چې تېره ورځ په بنو پوځي چاوڼۍ د وسله والو په برید کې اته پوځيان اؤ ۱۰ ترهګر وژل شوي دي. د بنو په حمله کې پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ د دریو عسکرو او د څلورو حمله کوونکو د وژل کېدو خبره کړې وه.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې آي ایس پي ارد نهې، سه شنبې، په ورځ پخپل یو بیان کې وویل چې د بنو په چاوڼۍ برید د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو کړی اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو په حکومت یې غږ کړی چې د داسې عناصرو په ضد ګامونه واخلي

د تشدد د بلې پېښې په اړه پوځ وویل وسله والو د ډېره اسماعیل خان په کلیواله سیمه کې د صحت په یو مرکز حمله کې پينځه ملکي کسان ووژل.

د ايي اېس پي ار ترمخه، د صحت په مرکز حمله کې په وژل شویو کسانو کې د صحت دوه ښخینه کارکوونکي، دوه ماشومان او یو سېکیورټي کارډ شامل دی.

پوځ وویل امنیتي ځواکونو د صحت په مرکز د حمله کوونکو وسله والو سره جګړه وکړه او د ډزو په تبادله کې دوه عسکر او درې وسله وال ووژل شوو.

د صحت په مرکز د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي په وروستیو ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي او په افغان طالبانو غږ کوي چې په دې اړه دې ګامونه واخلي.

افغان طالبان د پاکستاني چارواکو خبرې ردوي، وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپل ناکامۍ پړه په افغانستان نه وراچوي.

څېړونکي وایي یوازې په افغانستان د ترهګرۍ د هرې پېښې پړې ور اچولو سره د ترهګرۍ په ستونزه قابو نه شي موندل کیدای بلکې پاکستان ته به خپلو تګلارو یوه ژوره کتنه کول پکار وي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې په ۱۵مه جولاي ۱۰ؤ ترهګرو په بنو چاوڼۍ حمله وکړه خو امنیتي ځواکونو دغه برید شنډ کړو اؤ په خپل چټک غبرګون سره یې د قیمتي ځانونه وژغورل.

د پوځ ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو چاوڼۍ ته د ترهګرو د ننوتلو هڅه شنډه کړې اؤ په دغه مهال هغوي خپل د چاودیدونکو توکو ډک ګاډي د بنو چاوڼۍ د دیوال سره ټکر کړی چې له امله یې ۸ پوځيان وژل شوي دي. د ګل، دوشنبې، په ورځ امنیتي سرچینو په حمله کې د دریو عسکرو د وژل کېدو تصدیق کړی و.

د آي ایس پي ار بیان کې د وژل شوؤ عسکرو نومونه نایب صوبیدار محمد شهزاد، حوالدار ظل حسین، سپاهي ارسلان اسلم، د ایف سي لانس ناییک سبز علي، سپاهي امتیاز خان، حوالدار شهزاد احمد، سپاهي اشفاق حسین خان اؤ سپاهي سبحان مجید ښودل شوي ۔

د پوځ ویاند ویلي د ترهګرۍ دا ناوړه کارروایي حافظ ګل بهادر ډلې کړې ده اؤ حافظ ګل بهادر ډله د افغانستان څخه فعالیت کوي.

آي ایس پي ار دعوه کړې ده چې حافظ ګل بهادر ډلې په تېرو وختونو کې هم پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې څخه استفاده کړې ده.

پوځ وایي پاکستان پرله پسې د افغانستان لنډ مهاله حکومت د خپلو اندېښنو څخه خبر کړی دی اؤ لنډ مهاله افغان حکومت باید د داسې عناصرو خلاف موثره کارروایي وکړي.

ویاند پخپل بیان کې ویلي چې پاکستان به د افغانستان له لوري د پېښېدونکو دا رقم ګواښونو په ضد ټول مناسب ګڼل کیدونکي ګامونه اخلي اؤ وسله وال ځواکونه به د ترهګرۍ د دې لعنت نه خپله خاوره او ولس ژغوري.

د پاکستان حکومت اؤ پوځ تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ د شوؤ پېښو په ترڅ کې د افغانستان د طالبانو حکومت ته د ملامتې ګوته نیولې اؤ تور یې لګولی چې هغوي پخپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي پاکستان د خپل امنیت غم باید پخپله وکړي اؤ د خپلو ناکامیو پړه دې د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې هیڅ یوه ترهګره ډله وجود نه لري اؤ نه هم دوي چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا هم کوم بل هیواد پر ضد وکاروي.

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي پاکستان کې د ترهګرۍ د هرې پېښې پړه چارواکي په افغان طالبانو ور اچوي خو یوازې په افغان طالبانو د نیوکو سره د ترهګرۍ ستونزه نه حل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پاکستان خپل حکومتي اؤ پوځي چارواکي هم دا مني چې د افغان طالبانو حکومت سره دومره مضبوط پوځ، استخباراتي نیټ ورک اؤ وسایل نشته چې د ترهګرو ډلو سره پرې مقابله وکړي یا د هغوي مخه ونیسي .

"خو بیا پاکستان خو دعوه کوي چې یو قوي پوځ، تکړه استخباراتي شبکې اؤ عصري وسایل لري نو خامخا به پوښتنه راولاړیږي چې هر کله دافغانستان څخه وسله وال د ترهګرۍ لپاره د پاکستان خاورې ته را اړوي نو پاکستاني ځواکونه يې پخپله خاوره کې ولې مخه نه نیسي؟ "

ناصر داوړ وایي پاکستان ته به ارو مرو خپلو ناکامو تګلارو ته بیا کتنه پکار وي ځکه چې هم ددې تګلارو په نتیجه کې نن یو ځل بیا پاکستان کې وسله والې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې منظم شوي اؤ پیاوړې شوې دي اؤ چې چرته اؤ کله هم وغواړي نو پوځي اؤ حکومتي اهداف په نخښه کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګری ډلو لخوا د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې چې تر اوسه پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

څيړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز (سي ار اېس اېس) پخپل وروستي رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د اپرېل، مې او د جون په مياشتو کې د تشدد په ۲۴۰ پېښو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د رپورټ تر مخه په دې موده کې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې زياتره وژنې د لټون د عملياتو په مهال، هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG