لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د میونخ کانفرنس اهم موضوعات: د اسرایل او اوکراین جنګونه او نېټو سره د امریکا مرستې


د امریکې نایب صدره کامله هېرېس د میونخ غوندې ته تقریر کوي
د امریکې نایب صدره کامله هېرېس د میونخ غوندې ته تقریر کوي

د جرمني ښار، میونخ کې د نړۍ د اهمو سیاسي، پوځي او سفارتي مشرانو سیکیورټي کانفرنس د جمعې په ورځ پیل شو چې پکې به د اسرایل او د اوکراین د جنګونه او د اتحادیانو سره د امریکا د ژمنو د دفاع ویرې تر ټولو اهمه موضوعات وي.

د جرمني صدر اولف شولز، امریکا نایب صدره کامله هیریس او د اوکراین صدر ولادي میر زیلینسکي اهمه چارواکي دي چې په دې غونډه کې ګډون کوي.

د میونخ غونډه به د اتوار، یکشنبې، د ورځې پورې دوام لري او په کې به په دفاع او سفارتکارۍ زیاته توجو وي.

په غونډه کې د اسرایل صدر هرزوګ او د فلسطین وزیر اعظم محمد ابراهیم شتیه ته هم بلنه ورکړې شوې ده.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې په غزه کې د اسرایل او حماس ترمنځه جنګ په پنځمه میاشت کې داخل شوی او په دې جګړه کې تر اوسه پورې د ۲۸۰۰۰ نه زیات فلسطینیان او د ۱۴۳۰ پورې د اسرایل خلک وژل شوي دي خو د جګړې خاتمه په نظر نه ښکاري. د دې ترڅنګ په اوکراین د روسي یرغل وروسته دا جګړه په دریم کال کې داخله شوې ده .

د نېټو سیکټري جنرل ینس سټالټن برګ د غونډې و ړاندې د تیرې شورو په ورځ ویلي وو دواړه جنګونه په ممکنه توګه زیاتیدی او په سیمه کې خوریدی شي او په دې باندې به په میونخ کانفرنس کې بحث وشي.

امید دی چې د امریکا خارجه وزیر اینتني بلینکن به هم د میونخ په غونډه کې شرکت وکړي.

د برتانيي خارجه وزیر ډیوډ کیمرون د خپل هیواد پارلیمان ته ویلي وو چې اروپايی هیوادونو چې د مقبوضه فلسطین سره مرستې کوي او د عرب خلیجي هیوادونو مشران به د میونخ غونډې په ترڅ کې سره وویني.

هغه ویلي ددې ترڅنګ به د اسرایل او د فلسطیني ولسونو د مستقبل په اړه په میونخ غونډه کې بحثونه وشي او وايي چې ډیری خبري دي چې بحث ته اړتیا لري.

د نیټو هیوادونه او د امریکا مرستې اهمه موضوع

په داسې حال کې د امریکا د سینیټ د اوکراین او اسرایل لپاره د مالي مرستو منظوري ورکړې شوې ده ، امریکا صدارتي ټاکنې د امریکا د اتحادیانو په خصوصي پام کې دي، ځکه چې د نیټو سره مالي مرستې او اتحادي هیوادونو دفاع په اړه د ډیموکریټګ ګوند امیدوار جو بایډن او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ اختلافي نظرونه لري.

پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ چې دا وخت د مقبولیت په لحاظ د ريپبلکن پارټۍ د نامزدګۍ د نورو امیدوارانو نه مخکې ګڼل کېږي تیره اوونۍ يې ویلي وو چې د هغه هیوادونو دفاع به نه کوي چې په دفاع سمه خرچه نه کوي . دې بیان اروپايي هیوادونو کې ویره خوره کړې ده.

د امریکا خارجه وزارت یو چارواکي ویلي چې تمې ډیرې زیاتې دي او په مرستو کې تاخیر په میدان جنګ کې محسوس کړی شوي دي.

د میونخ په غونډه کې به د اوکراین صدر زیلینسکي تمه ده د نورو مالي مرستو اپیل وکړي ، دا په داسې حال کې چې د امریکا سینیټ څو ورځې و ړاندې د اوکراین او اسرایل ترڅنګ د افریقا د مرستو لپاره د ۹۵ اربه ډالرو منظوري ورکړې ده.

د یورپي یونین مشران خبردارې کوي چې که په اوکراین کې د ولادي میر پوټن پوځي عملیات کامیابه شي نو نورو هیوادونو ته خطرې زیاتیدی شي ، د امریکا خارجه وزارت هم ویلي چې دا خبره صفا ده چې پوټن به په یو خای نه ودریږي. غونډې کې روس ته بلنه نه ده ورکړی شوې او دوي پکې د بامعنا مذاکراتو په اندېښنو د ګډون لپاره زیات اماده هم نه ښکاري.

په غونډه کې به نور اهمه موضوعات لکه د افریقا زیات مشرقي برخو کې روانه ناقلاري او شخړې ، د خوارک په کمی کې اضافه ، د جنګونو او قدرتي افتونو له وجې په لویه شمیره کې د خلکو بې کوري او د چین او غربي نړۍ ترمنځه اړیکې باندې هم بحث وشي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG