د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نوي کال هرکلی د آتشبازۍ په مظاهرو او رنګینو جشنونو سره شوی دی.
له سډني څخه د روس ساحلي ښار ولاډیووستوک پورې، خلکو د ۲۰۲۵ کال هرکلی په آتشبازۍ او د خوښۍ په مراسمو سره کړی دی.
آکلېنډ لومړنی لوی ښار شو چې د نوي کال د جشن لپاره خلکو په پراخه کچه ډک کړ. زرګونه کسان د ښار مرکز ته راغلل یا د ښار اورغورځوونکي غرونو پر څوکو وختل ترڅو د آتشبازۍ ننداره په ښه توګه وګوري.
په جنوبي بحرالکاهل کې موقعیت لرونکي هېوادونه د نوي کال هرکلی تر ټولو مخکې کوي. په همدې توګه، نیوزیلېنډ د نیمې شپې په مهال د نوي کال هرکلی وکړ، چې دا د نیویارک په ټایمز سکوائر کې د ځانګړې جشن یا بال ډراپ څخه ۱۸ ساعته مخکې و.
د سډني د هاربر پل او خلیج ټوله سیمه د آتشبازۍ په ښکلو رڼاوو وځلېده. له یو میلیون ډېر خلک سډني هاربر ته د دې جشن لپاره راغلل. د برتانیې مشهور هنرمند رابي ویلیمز د خلکو سره د خوښۍ سندره وویله.
په جاپان کې د ۲۰۲۵ کال هرکلی د "مار کال" په توګه وشو. خلکو کورونه او د عبادت ځایونه پاکول او د آتشبازۍ سره یې جشن ولمانځه.
په سویلي کوریا کې د جیجو په الوتکه کې د لوېدو له امله چې ۱۷۹ کسان پکې مړه شوي، د نوي کال مراسم کم یا لغوه شول.
د چین رسمي رسنیو د ولسمشر شي جین پینګ او د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د نوي کال مبارکۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندويي وبلله.
د بنکاک په شاپنګ مالونو کې د ژوندۍ موسیقۍ او آتشبازۍ ځانګړې نندارې ترسره شوې. په جاکارتا کې د آتشبازۍ یوې ځانګړې نندارې کې ۸۰۰ ډرونونو برخه واخیسته.
په اسرائیل کې د نوي کال جشنونه د حماس سره د روانې جګړې له امله ډېر کم ترسره شول.
په دوبۍ کې زرګونو خلکو د برج خلیفه د آتشبازۍ په شانداره ننداره کې برخه واخیسته.
په روم کې د نوي کال د جشنونو ترڅنګ، پوپ فرانسس د مقدس کال د پرانیستې اعلان وکړ.
لندن کې د نوي کال پیل د ټیمز سیند پرغاړه د اتش بازۍ د یوې زړه پورې دستورې نه وشوه، د چهارشنبې په ورځ د ښار منځ کې د لسو زرو فنکارانو د راټولېدو یوه دستوره هم کیږي.
د خراب موسم اؤ توپان له امله په ایډنبرګ ، اسکاټ لینډ اؤ د برتانیې په نورو برخو کې د نوي کال د هرکلي لپاره ترتیب شوې دستورې ځنډول شوې دي.
په سویټزر لینډ اؤ څو نورو هیوادونو کې خلکو د یخنۍ پرواه نه ده کړې اؤ په منجمد درجه حرارت کې یې اوبو ته دانګلي دي.
په نیویارک کې د ټایمز سکوائر د دودیز "بال ډراپ" ترڅنګ د آتشبازۍ ننداره وشوه.
د دې جشن برخه کې د موسیقۍ ځانګړي پروګرامونه شامل وو. د امریکا جنوبي برخې به د نیوزیلېنډ څخه ۲۴ ساعته وروسته د نوي کال هرکلی وکړي.
(د رپورټ معلومات د اې پي نه اخستل شوي)
Forum