د اتش بازۍ، موسېقۍ او د محفلونو تر څنگ نړۍ د ٢٠٢٠ کال او د نوي لسېزې هرکلی وکړو.
د نوي کال په دستورو کې د شورو، چهارشنبې، په شپه د نیویارک په ټایمز سکویر کې روایتي غونډه وشوه. په دستوره کې د زرگونو په شمېره کې گډون کوونکو د ٢٠١٩ اخېرې څو سکنډه وشمارل او د ٢٠٢٠ هرکلی یې وکړو.
د برازیل په ریو ډي جنېرو ښار کې په لکونو خلک د سمندر په ساحل جمع شوي وو، موسېقي یې غږوله او اتش بازۍ یې وکړه.
د فرانس سرښار پېرس کې د چېمپس اېلسي کې نوي کال ته په روایتي دستورو هرکلی وویل شو.
په ماسکو کې د کرېملن لوې گړیال د ٢٠٢٠ و غږېدو او ورسره د اتش بازي پټاخي وچلول شوې. د گړیال سره نژدې په ځمکه مصنوعي واوره خپره کړی شوي وه.
په دوبۍ کې هم د نوي کال دستوره او اتش بازي وشوه او په جاپان کې په روایتي دستورو کې د بدمت جرسونه وغږول شو.
د اسټریلیا په سډني ساحل هم د اتش بازۍ روایتي دستوره وشوه.
او په هانگ کانگ کې د نېمې شپې په وخت د جمهوریت په حق کې مظآهرې وشوې او مامورینو وویل د امنیت ساتنې په غرض به د نوي کال روایتي دستورې نشي کولی.