د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې (جوائنټ چېمبراف کامرس اېنډ انډسټريز) مشر جنېد اسماعيل مکده ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۱.۶ اربه ډالرو ته راټيټه شوې او د دواړو هېوادونو سوداګر د چين ـ پاکستان په اقتصادي راهدارۍ (سي پېک)کې د چمن او تورخم په پوله د اسانتياؤ څخه ناخبره دي.
جنېد اسماعيل نن د جمعې په ورځ يوه خبرپاڼه کې ويلي، "د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ستونزې سېوا شوي ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ په روان مالي کال کې د پاک افغان ټرانزټ حجم ۱.۶ اربه ډالره ته راټيټ شوی دی".
هغه ويلي د چابهار بندر د لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري به پاک ـ افغان ټرانزټ نور هم کم کړي.
د پاکستان انجينيئر داروخان چې د سوداګرۍ د ګډې خوني مرستیال مشر دی ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل ،" د پاکستان او افغانستان سوداګري ختمېدی نشي ځکه چې د دواړو هېوادونو دپاره د يو بل منډيانو تر ټولو نزدې دي خو د دواړو د لرې والي ګټې ايران ته رسي".
هغه وويل "په دغو حالاتو کې افغانستان ته زيات تاوان نشته، ګټه او تاوان د پاکستان او ايران دي که په دواړو کې کوم يو ملک افغانستان ته ډېرې اسانتیاوې ورکوي افغانستان به هلته ځي خو افغان سوداګر لومړی والی پاکستان ته ورکوي بايد پاکستان ښې اسانتياوې ورکړي، ځکه دې سره به د دواړو هېوادونو سوداګري ښه شي".
جنېد مکده ادعا کړې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ حجم ۷.۵ اربه ډالرو ته رسېدی شو او پاکستان کې د يو لاک پورې کسانو ته د روزګار زمينه هم برابرولی شوه، پکار ده چې سوداګري او سياست سره بيل وساتل شي.
د سوداګرو د ګډې خونې ترمخه د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه سوداګري د کال ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۲م پورې ۴۶ فيصده راکمه شوې خو د کال ۲۰۱۲م په نيمايۍ کې د پاک ـ افغان ټرانزټ د تړون وروستو بيا د کال ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م ترمنځ سوداګري ۶۵ فيصده سېوا شوې او ۲.۵ اربه ډالرو ته رسېدلې وه.
سوداګر وايي له هغې وروستو د پاکستان او افغانستان د سياسي کړکېچ رامنځته کېدو نه هند ګټه پورته کړه او افغان سوداګرو ته يې د چابهار د لارې اسانتياوې برابرې کړې او د پاکستان سره یې د افغانستان سوداګري راکمه کړه.
روانه میاشت د افغانستان صدر اشرف غني هم ويلي د پاکستان سره یې د سوداګرۍ کچه نيم په نيمه کمه شوې ده.
د روان کال فرورۍ په مياشت کې د پاکستان په سندهـ صوبه کې د صوفي لعل شهباز قلندر په زیارت د يو ځانمرګي بريد وروستو پاکستان د افغانستان سره د تورخم او چمن لارې د يوې مياشتې پورې تړلې وې.
د هغې وروستو هم څو ځله د چمن پوله تړل شوې او سوداګر وايي زيات تاوان يې دوي ته اوختی ؤ.
د پاکستان او افغانستان سوداګرو له دې وړاندې هم ويلي بايد د دواړو هېوادونو د سياسي کړکېچ سوداګري ښکار نشي او دا دواړه څيزونه د يو بل نه جدا وساتل شي.
د سه شنبې په ورځ د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنو چارو د وزيرانو د ليدنې په مهال د چين وزير ويلي ؤ د سي پېک په پروژه کې به د افغانستان په شاملولو غور وکړي.
ښاغلي مکده ويلي د پاکستان او افغانستان په ټرانزټ کې بوخت سوداګر د سي پېک په اړوند هيڅ مالومات نه لري چې د دغه پروژې لاندې به دوي ته هم اسانتياوې برابرې شي.
هغه ويلي د کال ۲۰۱۲م د تړون لاندې بايد پاک ـ افغان ټرانزټ دوامداره وساتل شي او سوداګرۍ ته د کسټم او کارګو ترڅنګ په پوله اسانتياوې برابرې شي، افغان سوداګر وايي په دغو برخو کې ورته پاکستان خنډان جوړوي.
نوموړي د پاکستان، چين او افغانستان د بهرنو چارو په وزیرانو غږ کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سياسي کړکېچ راکم کړي، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او امنيت د لارې سوداګرۍ ته زمينه برابره کړي، نوموړي په دغه برخه کې د ملاتړ دپاره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ګډې خونې لخوا وړانديز هم کړی دی.