واشنګټن:ـــ قاضي ملا عبدالسلام اشېزی په شلمه پېړۍ کې د پښتو نومیالی مزاحمتي او ولسي شاعر وو، چې د پخواني افغان باچا امان الله خان په ملاتړ یې شعرونه لیکل او انګرېزانو یې د شعرونو کتاب ور وسوځاوه.
د جنورۍ ۲۶مه د هغه ۴۴م تلین دی، خو د عامو پښتنو غوندې اکثر لیکوال او ادبي ادارې هم د هغه له تلینه خبر نه دي او نه یې د هغه په یاد کومه غونډه جوړه کړې ده.
په کوټه کې مېشت لیکوال او څېړونکي ډاکټر عبدالروف رفیقي د ملا عبدالسلام اشېزي پر ژوند او آثارو باندې څېړنه کړې ده. ښاغلی رفیقي وایي، د ملا سلام اشېزي په شاعري کې د پښتنو د ازادۍ او بغاوت زیاته عکاسي شوې ده:
"د خوشال خان خټک او ملا سلام اشېزي تر منځ ډېر ورته والی دی، ځکه چې وایي خوشال د مغولو په ضد مبارزه کوله، خو ملا سلام د انګرېز په ضد قلم پورته کړی وو، خوشال د مغولو په قید کې پاته شوی وو او ملا سلام انګرېزانو بندي کړی وو"
ملا عبدالسلام اشېزي د شلمې پېړۍ په دویمه او درېیمه لسیزه کې زیاته شاعري کړې ده. ډاکټر رفیقي وایي ارواښاد اشېزي د پخواني افغان باچا امان الله خان په ملاتړ ډېر شعرونه ویل او له باچهۍ د هغه د لرې کولو په ضد یې د انګرېزانو غندنه کوله:
"ملا سلام اشېزي خپله لومړۍ شعري ټولګه (سوسنِ چمن) په ۱۹۳۰م کال کې مرتب کړه او په ۱۹۳۴م کال کې یې په لاهور کې چاپ کړه، خو دا کتاب چې څنګه را ورسېد انګرېزان پوه شول چې په دې کتاب کې د پښتنو د ازادۍ او د افغانستان په پلوۍ ډېر شعرونه دي، نو دستي یې ضبط کړ او په اور کې یې وسوځاوه"
ملا سلام د خپل کتاب د سوځېدو فریاد په خپل یوه بیت کې هم کړی دی:
فرنګي سوسن چمن په اور کې واچاو
پر ما هم د ابراهیم مصیبت راغی
ارواښاد اشېزی د خپلې مزاحمتي شاعرۍ په تور انګرېزانو د ۱۹۳۴م کال په ژمي کې د روژې په میاشت کې ونیو چې یوه میاشت په جېل کې بندي وو، خو بیا د سیمې خلکو د هغه په ملاتړ احتجاج وکړ او انګرېزانو هغه را خوشي کړ، خو د ده پر کتابونو بیا هم بندیز وو.
د ملا سلام لومړۍ ټولګه (سوسنِ چمن) دویم ځل د پاکستان تر جوړېدو وروسته په ۱۹۶۵م کال کې چاپ شو او په همدغه کال یې یو بل کتاب (طلبِ مذهب) هم چاپ شوی دی، چې فقهي احکام یې په لنډه توګه پکې څېړلي دي، درېیم چاپ کتاب یې (زردانه دُر) نومېږي.
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو وزارت دیارلس کاله مخکې د ارواښاد اشېزي په یاد یو سېمینار کړی وو، نومیالي لیکوال او څېړونکي پوهاند عبدالشکور رشاد دې سېمینار ته وینا کړې وه، چې بېنوا ویبپاڼې خپره کړې ده. هغه یو ځای وایي چې ملا سلام د خپلې ټولنې د سمون لپاره شاعري کړې ده:
"ملا عبدالسلام د خط و خال لپاره شاعري نه ده وقف كړې، ده د ملت بدي وجي په كښي ژړلي دي او د ملت په وياړونو يې وياړ او افتخار كړى دى. د ده خصوصيت دا دى، چي دى ادب د ټولني لپاره كاروي، دى ادب د ژوند لپاره كاروي"
ملا سلام اشېزي ته په ادبي حلقو کې (د کوږک ستوری) هم ویل کېږي، ځکه چې ده د دې سیمې په ډېره روانه او خوږه ولسي ژبه کې شاعري کړې ده. د ارواښاد اشېزي په شاعري کې د پښتنو د ټولنیز ژوند او اخلاقو په اړه هم ډېر درسونه لیدلای شو. هغه په خپل یوه شعر کې د ولور په اړه وايي:
زام د لور په ولور ورلې مکې له
هم حج ولاړی هم ولور سلابلا
ملا سلام اشېزی په ۱۸۷۸م کال کې د کندهار او کوټې تر منځ د کوږک غره ته نیژدې په (ښاخه) کلي کې زېږېدلی وو او د ۱۹۷۴م کال د جنورۍ په ۲۶مه یې په ۹۶ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې.