د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن له خوا غونډه کې غوښتنه شوې، چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو او د رایې پر اظهار د لګېدليو بندیزونو په ترڅ کې دې سیاسي ګوندونه په خپلو انتخابي منشورونو کې بشري حقونو ته ځانګړی ارزښت ورکړي.
د پاکستان په آیین کې خو بشري حقونه او د بیان د ازادۍ حق شامل دي، خو د بشري حقونو د کمېشن پخوانی مشر افراسیاب خټک وایي په هېواد کې پخپله ریاستي ادارې د بشري حقونو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي:
"سیاسي ګوندونه چې بشري حقونه د منشور برخه کړي نو ژمنه به کوي چې لومړی پخپله عمل ورباندې وکړي، بله دا ده چې سیاسي ګوندونه بیا خلک را پاڅولای شي او د غیرقانوني او غیرآییني پابندیو خلاف ږغ پورته کولای شي".
په اسلام اباد کې دغه غونډه (د بشري حقونو حالت او د سیاسي ګوندونو کردار) تر سرلیک لاندې شوې، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د سیاستوال په ګډون د بشري ټولنې فعالینو هم پکې ګډون کړی.
د پیپلز ګوند مرکزي مشر او پخواني سنېټر فرحت الله بابر په غونډه کې ویلي، په اوسنیو حالاتو کې ډېره اړتیا ده چې د هېواد ټول سیاسي ګوندونه د بشري حقونو حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او تر راتلونکو عامو ټاکنو مخکې دي د بشري حقونو ساتنه د خپلو منشورونو برخه کړي.
ښاغلی بابر وایي، دا د سیاسي ګوندونو بنیادي ذمه واري ده، چې په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو موضوع په پارلمان او بل هر ځای کې را پورته کړي.
دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو تر فشار لاندې پر سیاسي ګوندونو باندې د پوځ او عدلیې په اړه د خبرو خصوصاً د تنقید کولو بندیز دی او چې کله هم کوم سیاستوال په دې اړه څه وایي نو شخصي ټیلیویژنونه یې نه خپروي.
پر رسنیو د همدې فشار تر اغېز لاندې په پاکستاني رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي جلسو او هلو ځلو ته هم ځای نه ورکول کېږي. په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک هم ویلي، چې سیاسي ګوندونه دې په خپلو تګلارو کې د بشري حقونو ساتنې ته بنیادي ارزښت ورکړي. ښاغلي افراسیاب خټک له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې ویلي:
"موږ وینو چې ټیلیویژنونه په ازادۍ خبرې نه شي کولای او پر اخبارونو هم دباو وینو چې وایي ځینو مضامین دې نه چاپوي، د ځینو تنظیمونو خصوصاً د پښتنو ځوانانو د تنظیم [پښتون ژغورنې غورځنګ] په باره کې هم هدایات دې چې سرګرمۍ دې یې په مېډیا کې نه څرګندېږي".
افراسیاب خټک وایي په داسې ناوړه حالاتو کې پکار ده چې د بشري حقونو لپاره ږغ پورته شي، ځکه چې وایي بشري حقونه خصوصاً د بیان ازادي او د غونډې کولو ازادي د جمهوریت لپاره ډېر اهم دي او په دې برخه کې چېلنجونه شته چې وایي سیاسي ګوندونه باید ځانګړی ارزښت ورکړي.
د بشري حقونو پاکستاني او نړیوال سازمانونه له ډېرې مودې په پاکستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښمن دي او تور لګوي چې په پاکستان کې د ځینو قوانینو په بنیاد د دې هېواد له مذهبي اقلیتونو سره توپیري چلند کېږي او مذهب ته د سپکاوي قانون د مذهبي اقلیتونو په ضد په ناجایزه توګه کارول کېږي.