د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر علي وزير ویلي دوه ورځې وړاندې ورته عمران خان ټيلي فون کړی او په انتخاباتو کې يې ورته د برخې اخستو دپاره د ټکټ وړانديز کړی خو هغه ورته انکار کړی دی.
علي وزیر وايي هغه د ازاد کانديد په حېث په انتخاباتو کې برخه اخلي.
عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر دی او د جولايۍ د مياشتې په ۲۵ عامو انتخاباتو کې د خپل ګوند غړي انتخاباتو ته ودروي.
علي وزير د فېس بک د لارې په ويډيوي خبرو کې ويلي، عمران خان ورته په ټيليفون د کانديد د ټکټ وړانديز کړی خو هغه ورته په ځواب کې ویلي چې دوی د کوم ظلم پرضد راپاڅېدلي د هغې پرضد به خپله مبارزه دوامداره ساتي.
ښاغلي وزير ويلي د عمران لخوا په دغه څرګندونه چې د هغه پرضد به کانديد نه ودروي او د پي ټي اېم د غوښتنو ملاتړ يې کړی "زه يې منندوی يم".
عمران خان پرون د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن خبرو کې د علي وزير او پي ټي اېم په اړوند څرګندونې کړي دي.
علي وزير د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ اېن ای ۵۰ څخه په انتخاباتو کې د ازاد کانديد په حېث برخه اخلي.
ښاغلي وزیر ويلي هغه له دې وړاندې هم څو ځله په انتخاباتو کې برخه اخستې او هغه ته تل دغه رنګ وړانديزونه شوي دي.
هغه زیاته کړې د پي ټې اېم ټولې خبرې مني خو د سيمې د خلکو په غوښتنه هغه په انتخاباتو کې برخه اخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د ګل، دوشنبې په ماښام دانتخاباتو په اړوند د پي ټي اېم دريځ وړاندې کړی دی.
نوموړي سپيناوی کړی چې نه خو پي ټي اېم ځان د انتخاباتو دپاره د پارټۍ په توګه رجسټر کړی او نه یې د پي ټي اېم لخوا چاته ټکټ ورکړی دی.
پشتين ويلي پي ټي اېم څوک د انتخاباتو څخه نه منع کوي او چې څوک هم د پي ټي اېم غړي په انتخاباتو کې د کانديد په حېث برخه اخلي هغوي د کور کمېټۍ څخه لرې کړی شوي دي.
د دې ترڅنګ د پي ټي اېم لخوا هر چاته بشپړه ازادي ده چې هر چاته ووټ په خپله خوښه ورکړي.
علي وزیر ویلي چې کردار يې خلکو ليدلی او که پارلیمان ته لاړو خلک به یې بيا کردار وويني هغه په هيڅ قيمت د څه سودا کولو ته تيار نه دی.
وزير ټينګار کړی سر او وينه ورکولی شي خو د پي ټي اېم د اصولو او غوښتنو څخه نه شي په شا کېدی. هغه وويل چې څوک د پي ټي اېم ملاتړ کوي مننه يې کوي او چې څوک يې مخالفت کوي دوي به يې مخالفت کوي.
د علي وزیر نه علاوه د پي ټي اېم دوه نور مخکښ غړي محسن داوړ او عبدالله ننګيال هم په ازاد حيثيت د قامي اسمبلۍ د غړيتوب دپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي.