پاکستان ته د نوازشریف تر راتګ مخکې د هغه د ګوند شاوخوا ۳۰۰ کسان نیول شوي

پاکستان ته د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د لور مریم نواز تر راتګ یوه ورځ وړاندې د پنجاب په لاهور ښار کې د مسلم لیګ نواز ګوند په سلګونو کسان نیول شوي او زندان ته لېږل شوي دي او د نیولو لړۍ یې لا هم روانه ده.

خو د دې ګوند مشر د پنجاب پخواني وزیراعلی شهباز شریف تور پورې کړی، چې تر ټاکنو مخکې یې د ګوند د کسانو نیول ښکاره درغلي ده. شهباز شریف ویلي، د ګوند غړي به یې سبا د جمعې په ورځ په هر حال کې لاهور هوایي ډګر ته ورځي او د نواز شریف او مریم نواز هرکلی به کوي.

د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مرکزي مشر او پخواني مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ په لاهور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي، چې له تېرې شپې یې تر اوسه د ګوند سلګونه کسان په غیرقانوني توګه نیول شوي دي:

"موږ په بشپړه توګه پرامنه یو خو نه پوهېږو پنجاب لنډمهالي حکومت ته د خلکو د نیولو مشوره چا ورکړې ده، زموږ د ګوند د کسانو د نیول کېدو لړۍ دې و درول شي او چې نیول شي دي هغه دې خوشي کړل شي".

د مسلم لیګ نواز ګوند نیول شوي غړي زندان ته لېږل کېږي.

سعد رفیق وایي د ګوند پر غړو یې په ټول لاهور ښار کې چاپې وهل کېږي، نیول کېږي او د ښار کوټ لکپت زندان ته لېږل کېږي. رفیق وایي د پنجاب لنډمهالی حکومت باید په دې پوه شي چې دوی د حالاتو د ګډوډۍ هیڅ اراده نه لري.

له سعد رفیق سره خبري غونډې ته د قومي اسمبلۍ پخواني سپیکر ایاز صادق هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې دوی مخکې هم د پنجاب د لنډمهالي وزیراعلی پر څوکۍ د حسن عسکري پر ټاکل کېدو اندېښنې لرلې. ښاغلي صادق په پنجاب کې د ټولو عملیاتو پړه پر لنډمهالي وزیراعلی ور اچولې ده:

"وزیراعلی صاحب د مسلم لیګ نواز ګوند غړي به په دې انتخاباتو کې برخه اخلي، ستا حکومت د دوو میاشتو لپاره دی، مجبوره کوه مو مه چې زما غوندې انسان هم سړک ته را ووځي او ستا مخ ته خنډ شي".

د پنجاب پولیسو په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي چې په ټوله صوبه کې یې د امنیت په خاطر ۱۴۴ دفعه نافذه کړې ده او د بدامنۍ د مخنیوي له کبله یې شاوخوا ۳۰۰ کسان نیولي دي. پولیس وایي د نیول شویو کسانو فهرست د صوبې د داخله چارو ادارې تیار کړی او نیولي کسان یې کوټ لکپت زندان ته لېږلي دي.

د مسلم لیګ نواز ګوند غړي د نوازشریف، مریم نواز او مېجر صفدر د سزا کېدو د پرېکړې په ضد احتجاج کوي.

رپوټونه وایي پولیسو لاهور هوایي ډګر ته تللې لارې تړلې او ځای پر ځای یې خنډونه پکې اچولي دي. صحافي او څېړونکی حسن خان وایي، تر انتخاباتو مخکې له تحریک انصاف او ځینو مذهبي ګوندونو پرته د نورو سیاسي ګوندونو په ضد د احتساب ادارې، عدالت او انتخابي کمېشن له خوا ګړندي ګامونه څرګندوي، چې د انتخاباتو نتایجو ته به هم ګوته نیول کېږي:

"په کومه طریقه چې خلک په هدف کېږي داسې ښکاري چې حالات خرابېدای شي، ځکه وړمه ورځ پېښور کې واقعه وشوه، یوې خواته امنیتي حالات خراب دي بلې خواته چې د حکومتي ادارو کوم کردار دی هغه نور هم حالات دې خواته بیایي، د خطرې امکانات ډېر دي".

پخواني وزیراعظم نواز شریف د شورو- چارشنبې په شپه په لندن کې له خپلې لور مریم نواز سره خبري غونډې ته وویل، دوی ته د سزا ورکولو پرېکړه په عدالت کې نه بلکې بل ځای شوې ده او دوی که جېل ته بېول کېږي او که په دار خېژول کېږي خو پاکستان ته به د جمعې په ماښام ضرور را ستنېږي.

د اسلام اباد احتساب عدالت د ایون فیلډ ریفرنس په مقدمه کې نوازشریف ته لس کاله او د هغه لور مریم نواز ته اووه کاله سزا اورولې ده. د داخله چارو لنډمهالي وزیر ویلي چې نواز شریف او لور به یې له را ستنېدو سره سم نیول کېږي او وایي چې د دې لپاره شاوخوا لس زره پولیس د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.