کراچۍ: د بلديه کارخانه کې د ۲۶۰ کسانو د سوځولو مقدمه د سياست ښکار شوې

په کراچۍ کې په کال ۲۰۱۲م کې په بلديه ټاؤن کې د علي انټرپرائز په نوم کارخانه کې ۲۶۰ خواري کښ د لګېدلي اور د لاسه مړه شوي خو دغه مقدمه تراوسه په عدالت کې روانه ده.

پاکستان کې د خواري کښو د اتحاديې (نيشنل ټرېډ يونين فېډرېشن) عمومي سېکتر ناصر منصور وايي، "دغه پېښه چې د چا د لاسه شوې هغه تراوسه د انصاف کټهرې ته نه دي راوستل شوي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې منصور وويل، "د بده مرغه د پاکستان حکومتونو دا مسله د سياسي مسلې په توګه د کارولو هڅه وکړه او په چا چې د دې پېښې تورونه لګول شوي د هغه په پټه يا په ښکاره ملاتړ شوی دی او لار ورته ورکړی شوې ده".

د علي انټرپرائز په نوم کارخانې په اړوند د پولیس په پلټنو کې ويل شوي چې دغه کارخانې ته د قلنګ ويل شوي او د پېسو نه ورکولو په صورت کې بيا په کارخانه کې اور لګول شوی ؤ.

د يادې پېښې تور د متحده قومي مومنټ د تنظيمې کمېټۍ په عهده دارو لګول شوی او ځينې نيول شوؤ کسانو د دغه ډلې د يو مخکښ مشر حماد صديقي نوم ويلی ؤ چې د هغه په وېنا يې اور لګولی ؤ.

حماد صديقي تېر کال د اکتوبر په مياشت کې په دوبۍ کې نيول شوی او بندي دی.

ناصر منصور وايي په دغه کارخانه کې چې ۲۶۰ خواري کښ په اور سوځول شوي او ښځې هم پکې شاملې وې، په دوی کې ۱۴ داسې ؤ چې پېژندګلو يې نه وه شوې او د نامالومو په نوم خاورو ته سپارل شوي وو.

نوموړی وايي مقدمه په عدالت کې روانه ده فېصله پکې نه کيږي، دغه خبره په خپل ځای ده خو د منصور په وېنا د دې خطرناکه خبره دا ده چې د دغه پېښې نه وروستو هم د کارخانو او خواري کښو په اړوند کوم ګامونه نه دي پورته کړی شوي.

"په کارخانو او فېکټريانو کې حالات ښه کېدل پکار ؤ خو په هغې کې هيڅ فرق نه دی راغلی د علي انټرپرائز په رنګ حالات اوس هم روان دي د خواري کښو هيڅ تپوس نشته".