که چېرې د انسان د دماغ یا مغز یوې برخې ته وینه و نه رسېږي نو مغزو ته اکسیجن نه رسېږي، مغز زیانمن کېږي، خپله دنده سر ته نه شي رسولی او همدې حالت ته دماغي سکته وايي.
دماغ ته هغه مهال وینه نه رسېږی چې د وینې رګونه یا وچوي او یا بند شي.
د عصبي جراحۍ یو وتلي ډاکټر احمد عبید مجددي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې د دماغي سکتې د مخنیوي په اړه وویل:
"باید د سرګ څکول پرېږدو، صحي خواړه وخورو، خپل د بدن وزن باید کم کړو، روزانه ورزش وکړو او د شکر یا ډیابېتېس، زړه او د وینې د لوړ فشار د ناروغیو پر وخت د اړونده ډاکټر سپارښتنې او لارښونې په پام کې ونیسو ځکه همدا ددغې نارغۍ له مهمو اسبابو څخه دي. "
ښاغلي مجددي وویل، د هغو کسانو لپاره چې عمرونه یې له ۶۰ کلنۍ څخه زیات وي دماغي سکته د مړینې دوهم لوی سبب ګڼل کېږي.
ده دا هم وویل، چې دماغي سکته په نارینه، ښځو او حتی ماشومانو کې هم رامنځ ته کېدای شي او په هغو کسانو کې چې عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۵۹ کلنۍ پورې وي د مړینې پنځم لوی سبب ګڼل کېږي.
که د دماغي سکتې مخنیوی ونه شي نو د ډاکټر مجددي په وینا له دایمي معیوبیت څخه تر مرګ پورې انسان رسولی شي.
"دماغي سکته د دایمي معیوبیتونو سبب ګرځي لکه د نیم بدن فلج کېدل، د خبرو کولو ستونزې او همدارنګه د حافظې، درک کولو او احساساتو ګډوډي او حتی د انسان د مړینې سبب هم ګرځي. "
په غریبو او مخ پر ودې هېوادونو لکه افغانستان او پاکستان کې په هرو دریو دقیقو کې دوه تنه دماغي سکته کوي.
په نړۍ کې بیا په هرو شپږو ثانیو کې یو تن دماغي سکته کوي او له هرو شپږو وګړو څخه یو تن له دماغي سکتې سره مخ کېږي.
روغتیا پوهان وايي، په نړۍ کې هر کال ۱۵ میلیونه کسان دماغي سکته کوي چې له هغې ډلې څخه ۵.۸ میلیونه کسان مړه کېږي خو داسې ښکارې چې د مړینې دغه کچه به لا نوره هم لوړه شي.
داسې راپورونه هم شته چې دماغي سکته په یواځې ځان له ایډز، نري رنځ یا توبرکلوز او مالاریا درې واړو څخه زیات کسان وژني.
په امریکا کې دماغي سکته له قلبي ناروغیو او سرطان څخه وروسته زیات کسان وژني چې له امله یې په هرو دریو دقیقو کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکوي.