د نقیب مسید پر وژنه احتجاجونه او په سندرو کې ویرونه وشول خو وژونکی یې سزا نه شو

واشنګټن ډي سي ـــ د تېر کال د جنورۍ 13مه وه چې پر ټولنیزو رسنیو د یوه وژل شوي ځوان د مړینې د عکسونو تر څنګ د هغه د ژوندوني عکسونه خپاره شول او ډېر ژر یې د پاکستان په ټولو ښارونو کې د خلکو غوسه را وپاروله.

دغه 25 کلن ځوان د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی نقیب الله مسید وو، چې پخپله سیمه کې ترهګرۍ او د پاکستاني پوځ عملیاتو له خپلې کورنۍ سره کراچۍ ته کډه کېدو ته اړ کړی وو.

د ده مړی لا خاورو ته نه وو سپارل شوی، چې د پولیسو یوه مشر راو انوار رسنیو ته وویل، چې دغه ځوان له درو نورو کسانو سره له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی، ځکه چې وایي هغه د پاکستاني وسلوالو طالبانو ملګری وو.

څو ورځې وروسته په ټول پاکستان کې د هغه د وژنې په ضد احتجاجي مظاهرې وشوې، خلکو هغه بېګناه وباله او له حکومته یې د هغه کورنۍ ته د انصاف غوښتنه وکړه. د پاکستان سپریم کورټ د دې پېښې د پلټنو امر وکړ او د پلټنو لپاره یې سیند حکومت د پولیسو یوه پلټونکې ډله جوړه کړه.

د پولیسو د پلټنو له نتایجو ثابته شوه چې نقیب الله مسید یو بېګناه تن وو، چې خپله مزدوري یې کوله او له ترهګرو سره یې هیڅ ډول اړیکي نه لرل.

د پولیسو پلټونکې ډلې د پولیسو یو مشر راو انوار د هغه په وژنه تورن کړ او د هغه د نیولو امر یې وکړ، خو هغه نه یواځې له پولیسو ځان پټ کړ، د مقدمې اورېدنو ته عدالت ته هم نه ورته، خو کله چې پر ټولنیزو رسنیو او په ټوله نړۍ کې د دغه پېښې په ضد پښتنو احتجاجونو ته دوام ورکړ نو هغه د سپریم کورټ یوې اورېدنې ته حاضر شو او هملته ونیول شو.

سره له دې چې هغه په دې پېښه کې مجرم پېژندل شوی وو، خو هغه ځان بېګناه باله او پر دې یې ټینګار کاوه چې نقیب مسید د طالبانو ملګری دی.

راو انوار ته بیا د نقیب مسید د وژنې په تور مقدمه کې په تېره جولای میاشت کې ضمانت ورکړل شو او له زندانه خوشي کړل شو، خو نوم یې بیا هم د سفري بندیزونو په لیسټ کې پاته شو. د دسمبر په وروستیو کې هغه له عدالته غوښتنه وکړه چې نوم دې یې هم له اې سي ایل څخه و ایستل شي او له هېواده بهر دې ورته د تلو اجازه ورکړل شي، خو عدالت یې څو ورځې وړاندې غوښتنه رد کړه.

نن د نقیب الله مسید لومړی تلین په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې د هغه په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار نه دی سزا شوی او په ضمانت ازاد ګرځي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي په پینځو غوښتنه کې یې لومړۍ غوښتنه راو انوار ته د عدالت له خوا سزا اورول دي:

"دا د ریاست کمزوري ده چې تر اوسه یې په یوه حواله هم انصاف ونه کړ، په یوه سړي د قتل الزام دی خو ده ته یې نه یوه ورځ جېل ورکړ، نه یې څه بل تکلیف ورکړ، بلکې ده ته یې پروټوکول هم ورکړی دی، په دې منځ کې یو په اې سي ایل کې د ده نوم اچول څه مانا لري، سزا دې ورکړل شي"

د نقیب مسید تلین نه یواځې نن د پښتونخوا په ټانک ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا یوې سترې ولسي غونډې په بڼه لمانځل کېږي، بلکې په کراچۍ او په نورو بهرنیو هېوادونو کې هم لمانځل کېږي.

د سویډن په مالمو ښار کې هم تېره ورځ د نقیب مسید لومړی تلین د یوه سېمینار په بڼه لمانځل شوی دی. په دې غونډه کې شریک یوه ځوان نقیب الله بړېڅي وویل:

"دا ریاست پښتنو حقوق نه ورکوي او په بې دردۍ یې وژني او بیا انصاف هم نه ورکول کېږي، دا دی یو کال پوره شو خو د نقیب مسید کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی"

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه له کلونو راهیسې تور پورې کوي چې د دې هېواد په پښتونخوا، بلوچستان او د سیند په کراچۍ ښار کې بېګناه خلک په غیرعدالتي توګه وژل کېږي، خو د نقیب مسید وژنې خلک داسې را وپارول چې نه یواځې یې د وژنې په ضد پر لارو سړکونو احتجاجونه وشول بلکې په سندرو کې هم ورباندې ویرونه وشول.

په تېر یوه کال کې لسګونو شاعرانو د نقیب مسید په اړه شعرونه ولیکل، چې ځینې پکې سندرغاړو له موسیقۍ سره هم وویل او پر ټولنیزو رسنیو زیات خپاره شول.